د ناټو پنځه مقتول پوځیان ټوله امریکایان وو
پنتاګون خبر ورکوی چی هغه پنځه خارجی پوځیان چی پرون یې د مرګ اعلان سوﺉ و ، ټوله امریکایان دي چی څلور یې پرون طالبانو په کنړ کی په مرمیواو راکټونو ویشتلي او وژلي وو او پنځم یې هم پرون په هلمند کی ووژل سو .مخکی د دغو عسکرو هویت نه وو اعلان سوﺉ .
دغه تازه اعلان د نوامبر په روانو ۱۷ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۳۳ ته ورسول .