چين: افغان لوبغاړي د سپينو زرو مډال وګاټه

34 | نوومبر 20th, 2010


په چين کې دالمپيک په اسيايي لوبوکې دتکواندو لوبې افغان لوبغاړي وکولاى شول چې دسپين زرو لومړى مډال ترلاسه کړي .
نصاراحمدبهاوي دخپلو لوبو په ترڅ کې فلپيني چيني او ايراني سيالانوباندې بريالى شو خو داردونې لوبغاړې په وړاندې له ماتي سره مخ شو او دسپينو زرو مډال يې ترلاسه کړ.
تردې وړاندې هم نصار احمدبهاوي دافغانستان لپاره په نړيوالو سياليوکې ګټونکې لوبې ترسره کړي دي .
ديادونې وړده داسيايي هيوادنو ترمنځ په روانوسياليوکې دهيواد ترسلو بيلابيلو ورزشکارانو برخه اخيستي .

Copyright Larawbar 2007-2024