امریکا خپله نوې او مؤثر ترینه وسله افغانستان ته رواړي
فرانس پریس آژانس د پنتاګون په حواله راپور ورکوی چی امریکایی پوځیان په افغانستان کی خورا نوې او عصری وسله استعمالوی چی تر اوسه نه ده استعمال سوې . پنتاګون ادعا کوی چی دغه نوې وسله به ګواکی طالبان د دیوالو او ونو شاته او هم د ودانیو په دننه کی له منځه یوسی . دا وسله چی د راکټ انداز غوندی ده د اوږې څخه ویشتل کوی او په یو ډول مایکرو چیپ او لایزر وړانګو سره مجهزه ده چی د دېوال تر شا هدف معلوموی او تر ویشتلو وروسته د هدف څخه یو متر شاته په هوا کی چاودی او هر څو نفره چی وی له منځه یې وړی .
پنتاګون ادعا کوی چی په دغه وسله سره به موږ ګواکی د طالبانو مقاومت ختم کړو او هم به د پیړیو پیړیو دغه زوړ تاکتیک پای ته ورسوو چی هماغه د دېوالونو او ونو شاته پټېدل او حمله کول دي . دا نوې وسله چی « ایم . ایکس ـ ۲۵ » نومیږی ، ۲۵ ملی متري مرمۍ لری چی ۷۰۰ متره لیری هدف محوه کوی او د یو میل بیه یې پنځه ویشت ـ دریرش زره ډالره ده او دا ۳۰۰٪ مؤثره او هدف ویشتونکې ده .
منبع وایی چی دا وسلې اوس په افغانستان کی لږ لږ امریکایانو ته ورکول سوي او په راتلونکی کال کی به هلته ټولو امریکایی پوځیانو ته ورکول سی .
خو پوځی شنونکي وایی چی هغوی د کیمیاوی کود څخه ساده جوړېدونکي ماینونه نسی کشف او خنثی کولای ، نو ښایی د دې نوی وسلې په مقابل کی به هم یو نوﺉ تاکتیک ورته ایجاد سی .