کندهار:د سولی لومړنۍ مشورتی شورا جوړه شوه .
جاويد احمد تنوير
د سولی د عالی شورا د مشورو لومړی جلسه په کندهار ښار کی جوړه شوه .
د افغانستان د سولی د عالی کمیسون ریس استاد برهان الدین ربانی او ورسره پلاوی د وشنبه په ورځ کندهار ښار ته یی سفرو وکړ او د جنوب غربی ولایتونو د والیانو او مخورو او متنفذینو شخصیتونو سره یی په یوه کاری مجلس کی برخه واخیسته .
د استاد براهان الدین ربانی تر مشری لاندی د سولی د ملی شورا د مشورو د لړی ، لومړی غونډه په کندهار ښار کی جوړه او د زابل ، ارزګان ، هلمند ، نیمروز او کندهار ولایت والیانو او امنیه قوماندانانو هم ګډون ګړی وه .
استاد ربانی ، په یوه خبری کنفرانس کی خبریالانو ته ویل ، کندهار ولایت د غورځنګونو او ملی قیامونو تر ټولو لوی مرکز دی ، نو مونږ مهم د سولی د عالی شورا د مشورو لومړی جلسه د کندهار ولایت څخه پیل کړه .
استاد ربانی وویل د سولی کمیسون د وسله ولو سره د مفاهی په نیت تماسونه نیولی خو اوس یی نشی افشا کولی او د سولی هڅی په پراخیدو دی .
استاد ربانی وایی : دوی د اسلامی هیوادونو ، اسلامی کنفرانس ، همسایه هیوادونو ، د ملګروملتونو او دنړی والی ټولنی څخه غوښتی دی چی د افغانستان د سولی بهیر څخه ملاتړ وکړی .
استاد ربانی د کندهار څخه په مخالفینو غږ وکړ، تر څو د وسله وال مخالفت څخه لاس په سر او د دی ملی پروسی سره یو ځای شی .
معصوم ستانکزی د سولی د عالی کمیسون د دارالانشا ریس وایی : سوله په افغانستان کی ،سوله په سیمه کی ده ، او د سولی هڅی یی همسایه هیوادونو ته پراخی کړی دی .