هلمند: چاودني ۱۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
جاويد احمد تنوير
د هلمند ولایت په خانشین ولسوالی کی د چاودنی له امله پنځلس ملکیان مړه او څلور ټپیان شوی .
د هلمند ولایت د خانیشین ولسوالی په تاغز نومی سیمه کی د جمعی په ورځ د ملکی خلکو د سپرلۍ په موټر د سرک د غاړی درنه چاودنه هغه وخت وشوه ،کله چی د خیرآباد دسیمی اوسیدونکی د ولسوالی مرکز ته روان وه ، چی د چاودنی له امله پنځلس ملکیان د ماشومان په ګډون ووژل شول او څلور نور ټپیان شوی دی .
د اود احمدی د هلمند ولایت د والی ویاند وایی :ـ د سرک د غاړی د بم په چاودنه کی چی په یوه عراده پک اپ موتر باندی شوی قربانیان ټول عام ملکیان دی .،،
د هلمند ولایت مطبوعاتی اعلامیه هم د ملکی خلکو په موتر د چاودنی خبر تایید اوی او وایی ، د ملکیانو په موټر د چاودنی مسولیت د وسله والو مخالفینو په غاړی دی .
خو تر اوسه طالبان د چاود په اړه رسنیو ته هیڅ هم ندی ویلی .