کور / تازه خبرونه / هالبروک په روغتون کي تر تداوۍ لاندي دى

هالبروک په روغتون کي تر تداوۍ لاندي دى

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي هالبروک د سختی ناروغی له کبله د جارج واشننګټن په روغتون کی تر تداوی لاندی ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د اولس مشر اوباما خاص استازی ریچارډ هالبروک د ورپیشی ناروغی له امله د جارج واشنګټن پوهنتون په روغتون کی تر سختی تداوی لاندی ده.
ښاغلی هالبروک د جمعی په ورځ په د باندینیو چارو وزارت په اووم منزل کی چیری چه دامریکی د باندینیو چارو دوزیری هیلری کلنټن دفتر ده د کار کولو په وخت دفعتاْ ناروغه شو.
واشنګټن پوست د امریکی د باندینیو چارو وزارت د ویاند ښاغلی فیلپ کرولی له قوله لیکی چه له ښاغلی هالبروک سره د شنبی په ورځ د خپل کور غړی هغه وخت یو ځای شول کله چه دی د عملیات نه وروسته په جارج واشنګټن پوهنتون په روغتون کی په سخت حالت کی بسترو.
واشنګنټن پوسټ زیاتوی چه ښاغلی هالبروک په داسی حالت کی ناروغه شو ښای چه سپنه ماڼی د اولسمشر اوباما د افغانستان په هکله په جوړه شوی تګلاری باندی له سره کره کتنه وکړی.
د یادولو وړده چه د اپریل ۲۰۱۰ په میاشتی کی په نیویارک کی د یو لړ معایناتو نه وروسته داکترانو و ښاغلی هالبروک ته کاراو سفر کولو اجازه ورکړی و.