کور / تازه خبرونه / کندز:١٢ تنه وسلوال دولت سره يوځاي شول

کندز:١٢ تنه وسلوال دولت سره يوځاي شول

تيره ورځ ناوخته دکندوز په شمال کې پرته امام صاحب ولسوالې کې ١٢ تنه وسلوال طالبان له دولت سره يوځاي شول دتسليم شويوکسانو په اړه ديادي ولسوالۍ ولسوال محمدايوب حقياروويل چي دغه ډله چې مشري يي ملا امين الله کوله دخپلو١٢ نوروملګرو سره تيره ورځ دافغان دولت دسولې پروسي سره يوځاي شول حقيار زياته کړه چي دوي ١٠ ميله سپکه وسله او٢ عدده مخابرې هم له ځانه سره دولت ته وسپارلې
حقيار وړاندي زياتوي ياد کسان به له دي وروسته دعامه نظم ساتنې پوليسوکي يا اربکيېو کي تنظيم شي اودياد ولايت دسولې پروسي سره به مرسته وکړي

په ياد ولايت کې ددغه ولايت اوسيدونکې داربکې اوړپکو نه شکايت کوي اووايي چې ډير ځلې بې مورده خلکوباندي زورزياتي کوي
خودهمدغه ولايت يوشمير اوسيدونکې بيا په دي نظر دي چي داډول ډلو دافغان دولت سره يوځاي کيدل کوم ځانګړي اغيزنلري اووايي چي دااصلا طالپان ندي

ديادونې وړ ده چې تراوسه پورې وسلوالوطالبانو په دي اړه څه ندي ويلي مګر هغوي درسنيو سره ډير ځلي دداډول کسانوله دوي بيليدل اودولت سره يوځاي کيدل ردکړي دي.