اسلامی ارزښتونه ( شپاړلسمه برخه )
لیکنه: ابوالاعلی مودودي
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
شپږم باب
دین او شریعت
د دین او شریعت توپیر.
دشریعت داحکامو د معلومولوسرچینې .
فقه .
تصوف .
تر اوسه چې موږ تا ته کومې خبرې ښولې دي ، هغه ټولې د دین خبرې وې .
اوس موږ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شریعت په هکله تا ته څه خبرې بیانوو ، خو تر ټولو وړاندې دا ضروري ده چې ته پوه شي چې شریعت څه دی او د دین اوشریعت تر منځ څه توپير دي ؟ .
د دین اوشریعت توپیر .
په تیرشویو بابونو کې تا ته دا خبره وشوه چې ټولو پیغمبرانو علیهم السلام د اسلام د دین تعلیمات اولارښونه خلکو ته وړاندې کوله ، او د اسلام دین دا دی چې ته د الله تعالی په ذات اوصفاتواو دآخرت په جزا اوسزا باندې داسې ایمان راوړې څرنګه چې د الله تعالي ریښتینو پیغمبرانو علیهم السلام تا ته لارښونه کړې ده . د الله تعالی په کتابونو باندې ایمان راوړې او ټولې د خود خواهۍ تګلارې پریږدې اوپه هغه تګلاره ایمان راوړې چې په دغو کتابونو کې ښول شوې ده ، د الله تعالی د پیغمبرانو اطاعت وکړې هر څه پریږدې او دهغوی پیروي وکړې ، د الله تعالی په عبادت کې د الله تعالی سره څوک شریک نه کړې د دغه ایمان اوعبادت نوم اسلام دی ، او دا ایمان او عبادت د ټولو انبیاوو په لارښونه کې مشترک دی .
لدې وروسته یوبل شی هم شته چې هغه ته شریعت ویل کیږي ، یعنې د عبادت څرنګوالی اوطریقه ، د ژوندانه اصول ، دخپلمنځي معاملاتو او اړیکو لپاره قوانین ، د روا او نا روا حدود او داسې نوور.. د دغه امورو اړوند الله تعالی په ابتدا کې په مختلفو زمانوکې اوپه مختلفو قومونو کې د هغوی د اړتیاوو مطابق په دوی کې خپلو پیغمبرانو علیهم السلام ته مختلف شریعتونه لیږل ، ترڅو هر قوم ته ځانته ځانته لیاقت ، تهذیب او د اخلاقو روزنه ورکړي ، او دیوه لوی قانون متابعت ته ئې تیار کړي . کله چې دا کار بشپړ شو نو الله تعالی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته هغه لوی قانون ورکړ، او د دې قانون مادې د ټول بشریت د لارښونې لپاره دي .
اوس دین خو هماغه دین دی چې تیرشویو پیغمبرانو علیهم السلام خلکو ته ښولی دی ، خو زاړه شریعتونه ټول منسوخ شول او پرځای ئې د ټول بشریت لپاره یو داسې شریعت قایم شو ، چې د ټولو انسانانو لپاره ئې د عبادت کړنلاره ، د ژوندانه اصول او تګلاره ، د خپلمنځي اړیکو قانون اودحلال او حرامو حدود په یو څیر وټاکل .
د شریعت د احکامو د معلومولوسرچینې
دمحمدي شریعت د احکامواو اصولو د معلومولو لپاره زموږ په وړاندې دوې سرچینې دی ، یوه قران کریم او بله دپیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث . د قرانکریم اړوند خو ته پوهیږي چې هغه دالله تعالی کلام دی ، او دهغه هر ټکی د الله تعالی له لوری دی ، پاتې شول حدیت چې لدې څخه هغه روایتونه مراد دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه تر موږ پورې رارسیدلي دي .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند دقرانکریم شرحه ده ، د نبوت نه وروسته د درویشت کالونو په اوږدو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر شیبه په روزنه او هدایت کې بوخت ؤ ، او د خپل عمل او ژبې په ذریعه ئې خلکو ته لارښونه کوله چې د الله تعالی د رضا مطابق د ژوند کولو طریقه څرنګه ده . په دې بینظیره ژوندانه کې نرینه اصحابو او ښځینه اصحابو او درسول الله صلی الله علیه وسلم خپلوانو او د هغه مبارک میرمنو ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هره خبره په ډیر غور اوریدله ، هر کار ته به ئې په غور کتل ، او د هرې معاملې نه به ئې د شریعت یو نه یو حکم پیدا کاوه .
کله به هغه مبارک فرمایل : چې فلانی کار کوي او فلانی کار مه کوي ، څوک به چې حاضر وو دغه فرمان به ئې یاداوه ، همدا راز کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم کار په ځانګړې توګه تر سره کاوه ، هغه ته به حاضرینو په غور کتل او زده کاوه به ئې ، او غایبانو ته به ئې ورزده کاوه ، او ورته به ئې ویل چې رسول الله صلی علیه وسلم فلانی کار په فلانې طریقه تر سره کړ. همدارنګه کله به چې چا درسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې کوم کار تر سره کړ ، نوبه رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه کار باندې خاموش پاتې کیده او یا به ئې هغه کار خوښاوه او یا به ئې له هغه کار څخه ممانعت کاوه . دا ټولې خبرې به خلکو په یاد ساتلې ، دا راز هر څومره خبرې چې خلکو له نرینه اصحابوو او ښځینه اصحابوو څخه اوریدلې یا خو به ئې هغه حفظولې او یا به ئې هغه لیکلې او دا به ئې هم په ډاګه کوله چې دا خبره دفلانی نه ما اوریدلې ده ، وروسته دا روایتونه ورو ورو په کتابونو کې را ټول شول ، په دې ډول د حدیثونو یوه لویه ذخیره برابره شوه ، چې لدغو کتابونو څخه د امام مالک ، امام بخاری ، امام مسلم ، امام ترمذي ، امام ابو داوود ، امام نسایی او د امام ابن ماجه رحمه الله علیهم اجمعین کتابونه ډیر مستند او ځانګړي کتابونه ګڼل کیږي .
فقه
دعاموخلکو د پوهیدو لپاره د قرانکریم او احادیثو د تشریح او تفسیر لپاره د دین ځینو لویوعالمانو ځینې قوانین مرتب کړی چې نوم ئې فقه دی ، د دې لپاره چې هر سړی د قرانکریم په باریکیو نه پوهیده او نه هم د هر چا سره د احادیثو دومره علم موجود ؤ چې د شریعت په احکامو او اصلو پوه شي نو ځکه د دین لویو عالمانو د یوه ژورې څیړنې او تحقیق په پایله کې چې ډیر زحمت ئې ګاللی او دنړۍ مسلمانان به تر قیامته د دوی په احسان پړه وي فقه مرتبه کړه ، دا د دوی د زیار او زحمت پایله ده چې نن دنړۍ مسلمانان پرته له زحمته د شریعت پیروي کولای شي ، او دهیچا په وړاندې د الله تعالی او دهغه درسول د احکامو د معلومولوپه هکله خنډ نه پیدا کیږي .
په ابتدا کې د دین ډیرو لویوعالمانو فقه د خپلو طریقو پر بنسټ مرتبه کړې وه ، خو ورو ورو بیا څلور فقهې په نړۍ کې پاتې شوې ، او اوس د نړۍ ډیر مسلمانان د همدغو څلورو فقه وو پیروي کوي :
۱ ـ د امام ابو حنیفه فقه ، چې د دې فقې په ترتیب کې د امام ابو حنیفه رحمه الله علیه سره د امام ابو یوسف ، امام محمد او امام زفررحمه الله علیهم اجمعین مشورې هم شاملې دي ، دغې فقهې ته فقه حنفي وایی .
۲ ـ د امام مالک رحمه الله علیه فقه ، دغه فقه په فقهي مالکي باندې مشهوره ده .
۳ ـ د امام شافعی رحمه الله علیه فقه ، دغه فقه په فقهي شافعي باندې مشهوره ده .
۴ ـ دامام حنبل رحمه الله علیه فقه ، دغه فقه په فقهي حنبلي باندې مشهوره ده .
دا څلور واړه فقهې وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دوه سوه کالونو په اوږدو کې مرتبې شوې دي ، د دغو مذاهبو تر منځ چې کوم توپیر او اختلاف رامنځ ته شوی هغه بلکل طبیعي اختلاف دی ، کله چې څو کسه د کومې مسالې اړوند څیړنه او تحقیق کوي د دوی تر منځ ضرور څه نا څه فرق او اختلاف وي ، خو د دې لپاره چې دا ټول د حق طرفداران او د حق ِغوښتونکي وو او د ښه نیت ځاوندان وو ، نو مسلمانانو د دوی څلور واړو فقه حق ګڼلې دي .
البته دا روښانه ده چې په یوه مساله کې د یوې طریقې متابعت کیدای شي د څلور مختلفو طریقو متابعت نه شي کیداي ، د دې لپاره علماوو ویلي دي ، چې مسلمان باید د دغو څلور نه دیوه متابعت وکړي ، لدې پرته دعلماووداسې یوه ډله هم شته چې وایی دکومې ځانګړې فقه د متابعت اړتیا نه شته . د علم خاوند سړی کولای شي چې په مخامخ ډول د قران کریم او احادیثو څخه د شریعت احکام معلوم کړي او پرې عمل وکړي او که څوک علم نه لري نو د یوه داسې عالم څخه دپیروي کوي چې پرې اعتماد ولري ، دغه خلکو ته اهل حدیث ویل کیږي ، او دپورتنیو څلورو ډلو په څیر دا هم پرحق دي .
تصوف
فقه دانسان دظاهري عمل سره تعلق لري ، د فقهې مکلفیت دا دی چې کوم حکم تا ته درکړشوی دی ، هغه وڅاري چې په هماغه توګه تا پرځای کړی دی که نه ؟ که د هغه په مطلوبه توګه پرځای کړی وي نو تر دې هخوا د فقهې کار نه دی چې وګوري چې ستا د زړه حالت څه ؤ ، د زړه د حالت نه چې کوم څه بحث کوي هغه ته تصوف (۱)وایی . دبیلګۍ په توګه ته لمونځ ادا کوې ، په دغه عبادت کې د فقه کار دا دی چې وګوري چې آیا تا اودس سم وکړ ، د قبلې په لوری سم ولاړ یې ، د لمانځه ټول ارکان دې ادا کړي دي ، په لمانځه کې چې هر څه د لوستلو لپاره ټاکل شوی هغه دلوستي دي که نه ؟ ، اوپه هر وخت کې چې څومره رکعتونه ټاکل شوی دي هماغومره دې پرځای کړي دي که نه ، کله چې دا ټول کارونه تا پرځای کړل د فقهې پربنسټ ستا لمونځ پوره شو . خو تصوف بیا ګوري چې په لمانځه کې ستا د زړه حالت څه ؤ ؟، ته د الله تعالی لوری ته متوجه وې که نه ؟ ستا زړه د دنیا له خیالونو څخه پاک ؤ که نه ؟ ، ستا په زړه کې د لمانځه د ادا کولو پرمهال د الله تعالی څخه ویره او دهغه دسزا او جزا خیال او یقین ؤکه نه او یوازی د هغه تعالی د رضا جذبه ستا په زړه کې وه که نه ؟، دغه لمانځه ستا روح څومره پاکه کړه ، ستا اخلاق ئې تر کومه ځایه سم کړل ، ته ئې تر کومه حده واقعي اوریښتنی مسلمان جوړ کړې ، دا ټولې خبرې چې د لمانځه داصل سره تړاو لري ، تر کومې کچې چې د کمال تر حده پرځای شوې وي تر هغه حده د تصوف پربنسټ ستا لمونځ کامل ادا شوی دی ، اوپدې کې چې څومره نقص وی په هغه کچه ستا لمونځ دتصوف له اړخه ناقص دی . دا راز په شریعت کې چې څومره احکام دی فقه یوازې دا ګوري چې تا ته چې کوم احکام په یوه ټاکلی انځور کې درښودل شوې دي په هغه ټوګه تا پرځای کړي دي که نه ؟ ، او تصوف دا ګوري چې د دغو احکام د پرځای کول پرمهال ستا په زړه کې څومره خلوص ، ښه نیت او ریښتنی اطاعت ؤ .په دې ټوپیر ته دیوې بیلګۍ څخه ښه پوهیدی شي ، کله چې یو سړی ستا سره ګوري نو ته هغه ته د دو حیثیتونو له اړخه نظر اچوې ،یو حیثیت خو دا وي چې هغه تندرست او صحتمن دی که نه ؟ ، ړوند ، ګوډ یا ګونګی خو نه دی ، ښایسته دی که بدصورته ؟ ښکلې لباسونه ئې پرتن دی که شلیدلی او چټل ؟ . دوهم حیثیت دا دی چې ښه اخلاق لري که بد ؟ د ده دخصلتونو او عادتونو حالت څرنګه دی ؟ ، د ده عقل او پوهاوی څرنګه دی ؟ ، عالم دی که جاهل ؟ ، نیک خویه دی که بدخویه ؟ . لدې بیلګیوڅخه لومړی حیثیت او نظر فقه ده او دوهم حثیت او نظر تصوف دی .
د ملګرۍ او دوستۍ لپاره چې کله کوم سړی خوښوی نو د هغه شخصیت له دواړو اړخونو څخه ګوری ، هیله من وی چې هغه په ظاهر او باطن کې ښه سړی وي ، دا راز په اسلام کې هم غوره شوی ژوند هغه دی ، چې پکې د شریعت د احکامو پیروی او اطاعت په ظاهري توګه هم سم وی او په باطني توګه هم ، دچا چې ظاهری عمل سم وی خو په باطن کې د اطاعت روحیه پکې نوي مثال ئې دهغه سړی دی چې ښایسته وی خو مړ وي ، او دچا په عمل کې چې ټولې باطني نیک عملۍ او ښیګڼې وي خو ظاهری اطاعت ئې سم نه وي د دې مثال داسې دی لکه چې یو سړی ډیر شریف نیک عمله وی خو په عین حال کې بدصورته وي .
لدې بیګۍ څخه به تا ته دفقه او تصوف تر منځ توپیر مالوم شوی وي ، مګر افسوس دی چې په وروستیو زمانو کې د علم او اخلاقو دزوال له کبله جهالت او ډیرې خرابۍ پیدا شوې ، د تصوف پاکه چینه ئې هم مرداره کړه ، خلکو ډول ډول غیر اسلامي فلسفې د نورو ګمراه قومونو څخه زده کړې او د تصوف په نامه ئې په اسلام کې داخلې کړې ، په عجیبو عجیبو عقیدو او طریقو ئې د تصوف نوم کیښود چې نه په قران کې اصل لري او نه هم په احادیثو کې ، بیا دغو خلکو ورو ورو د شریعت داحکامو له پابندۍ څخه هم ځانونه آزاد کړل ، هغوی وایی چې د تصوف له شریعت سره هیڅ کار نه شته ، دا بله کوڅه ده ، د صوفی له قانون او قاعدې سره څه سرو کار دی !.
دا راز خبرې اکثرا د جاهل صوفیانو څخه اوریدل کیږي ، چې په اصل کې سرا سر غلطې دي ، په اسلام کې د داسې کوم تصوف ګنجایش نشته چې د شریعت له احکامو سره تړاو ونلري ، هیڅ یوه صوفي ته اجازه نشته چې هغه د لمانځه ، روژې ، حج او زکات له پابندۍ څخه آزاد وي ، هیڅ یو صوفي دا حق نلري چې له هغو قوانینو سرغړونه وکړي چې الله تعالی او دهغه سپیڅلی رسول د ژوندانه د راکړه ورکړې او د اخلاقو د سمون اود حلالو او حرامود حدودو لپاره ښولی دي ، داسې سړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښولی طریقې پیروی نه کوي د صوفی مسلمان د نوم مستحق نه دی ، تصوف خو په حقیقت کې د الله تعالی او دهغه دمبارک رسول سره د ریښتني مینې اومحبت نوم دی ، او دمینې تقاضا او غوښتنه دا ده چې د الله تعالی اودهغه د رسول صلی الله علیه وسلم له احکامو نه د یوه ویښته په کچه سرغړونه ونه شي ، نو لدې ځایه اسلامی تصوف له شریعت څخه بیل کوم شی نه دی ، بلکه دشریعت احکام د ډیرخلوص او مینې سره پرځای کول ، او په اطاعت کې له الله تعالی نه ویره او د هغه تعالی سره مینه او محبت د تصوف نوم دی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( 1) په قران کې د دغه شی نوم تزکیه او حکمت دی ، په حدیث کې ورته داحسان نوم ورکړل شوی دی ، او ورستنیو خلکو دغه شی د تصوف په نامه مشهور کړي دي .