کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: چاودني زدکوونکو ته مرګ ژوبله واړوله

پښتونخوا: چاودني زدکوونکو ته مرګ ژوبله واړوله

د پښتونخوا په مرکز پېښور کي د ښوونځي پر يوه بس موټر چاودنه سوې چي له امله يې شاوخوا پنځلسو زدکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښور پوليسو ويلي چي پېښور د کوهاټ سړک پر بالاماڼۍ سيمه کي رامنځته سوې ده، چي له امله يې موټروان او يو ١٣ کلن زلمى زدکوونکى مړه سوي دي.
د روغتون ډاکټرانو ويلي چي په ټپيانو کي د څلورو تنو روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دئ، چي يوه نجلۍ هم پکښي شاملي ده.