په زړه پوري اسلامي معلومات

د لراوبر اداره | دسمبر 15th, 2010


د اسلامي معلوماتو ذخيره  مولف: حضرت محمدغفران رشيدي :


د نبي کريم (ص) په غيږه کي متيازي کونکی ماشومان څوک وو ؟ 


پوښتنه : د نبي کريم (ص) په غيږه کي څومره ماشومانو متيازي کړي دي او هغه څوک دي ؟
د نبي کريم ( ص ) په غېږه کي څومره ماشومانو متيازي کړي دي او هغه څوک دي ؟
ځواب : د نبي کريم (ص) به غيږه کي پنځه ماشومانو متيازي کړي دي چي نومونه يې داسي دي :


۱- سليمان بن هشام ۲ـ دويم حضرت حسن ،حضرت حسين ،حضرت عبدالله بن زبير ،۵-ابن ام قيس وو.                                    


غسل او کفن
پوښتنه : نبي کريم (ص) چه کله وفات شو نو دوي ته غسل او کفن په کومو جامو (لباس) کښي ورکړي شو ؟
ځواب: د حضرت عايشه (  رض  ) نه روايت دی چه کله نبي کريم (ص) ته د غسل ورکولو وخت شو . نو صحابه کرامو ( ر ص) سوچ وکړ . چه د دوي جامي د نورو سړو پشان پرېوله شي .او که د جامو سره غسل ورکړل شي. کله چه خپل منځ کښي اختلاف شو. نو الله (ج) په دوي باندي خوب راوستلو .د کور د يو ګوټ نه يو ويونکي وويل .چه دوی ته د جامو سره غسل ورکړﺉ . نو بيا دوی ته د جامو سره غسل ورکړ شو . نو د کميس د پاسه به اوبه اچولي شوي او کميس سره به يې موږلو . نبي کريم (ص) ته په دريو دمالوچو په کاليو کښي کفن ورکړي شو!


د جنازې لمونځ
پوښتنه : د نبي کريم (ص) د جنازې لمونځ څنګه وشو ؟
ځواب : د نبي کريم (ص) د جنازي لمونځ په جماعت سره نه ووشوی .بلکي جدا جدا اوکړي شو ځکه چه صحابه کرامو (ر ص) د نبي کريم (ص)نه د دوی به اخري وخت کښي معلوم کړي وو.چه ستاسي د جنازي مونځ به څوک ورکوي . نو نبي کريم (ص) فرمايلي وو. چه کله د غسل او کفن نه فارغ شي .نو رما جنازه قبر ته نيږدي کښيږدﺉ او اخوا شی ، مخکښي به ملايکي لمونځ کوي  اول به اهل بيت سړي مونځ کوي . بيا به د دوی ښځي ، بيا تاسي نور خلک لمونځ اوکړﺉ . موږ عرض وکړو چه په قبر کښي به مو څوک  ور کوزوي . نبي کريم (ص) اوفرماييل زما اهل بيت او دوی سره به ملايکي وي !
                                    
د قبر مبارک په باره کښي معلومات


پوښتنه : د نبي کريم (ص) قبر مبارک چا کښلی وو؟


ځواب : حضرت ابوطلحه (ر ص) ددوی بغلي (د لحد والا) قبر کښلی وو.
پوښتنه : نبي کريم (ص) په قبر مبارک کښي کومو حضراتو ور کوز کړو ؟
ځواب : دوی لره څلورو صحابو په قبر کښي ور کوز کړو .چه د هغوي نومونه دا دي.
اول حضرت علي (ر ص) ،حضرت عباس او د دوي دو ه ځامنو ( رص) ، حضرت قثم (ر ص) ،حضرت فضل (ص) وو!  ددوی په لحد باندي ايښودل شوي  نهه کچه (خامي )  خښتي وي .چه دا ولاړي ايښودل شوي وي.


پوښتنه : د نبي کريم (ص) په قبر مبارک باندي اوبه چا وشندلي . او څومرم يي وشيندلي . او  د کوم طرفه نه يي شروع کړي وو؟
پوښتنه : حضرت بلال (رض) اوبه واچولي او هغه يو مشک اوبه وي چه د سر طرفه يي شروع کړي و!  

Copyright Larawbar 2007-2024