کندهار: د قراردادنو د افغانی کیدو ټرون امضا شو
جاويد احمد تنوير
د افغانستان په جنوب کی د نړیوالو ځواکونو د،، قراردانو د افغانی،، کیدو ټړون لاسلیک شو.
د قرار دادونود د افغانی کیدو ټړون د چهار شنبه په ورځ د کندهار ولایت په مطبوعاتی دفتر کی د کندهار والی ډاکتر توریالی ویسا ، په سهیل کی د آیساف ځواکونو قوماندان جنرال جمیز تیری او په جنوب کی د امریکا د متحده ایالاتو د ملکی استازی له خوا امضا شوو.
پخوا تر دی د نړیوالو ځواکونو او د لویو نړیوالو ادارو د لوژیستیکی ،اکمالاتی او انکشافی پروژو قراردادونه بهرنیو کمپنیو او یو څو محدودو افغانی کمپنیو ته ورکول کیده ، خو تر دی روسته به ټول قرار دادونه، به د دولتی ادارو سره په تفاهم کی د دوطلبی له لاری به ټولو وړ شرکتونو ته ورکول کیږی .
د قراردانودویش نوی کړنلاره د ،،لومړنۍ افغان پالیسۍ،، په نامه یادیږی چی هدف د ایساف ځواکونو د قراردادنوپه مروجه فرهنګ کی د بدلون راوستل دی .چی په نتیجه کی به قراردادونه د څو محدود کسانو د انحصار څخه ووزی او ټولو کمپنیو او شرکتونو ته به ورکول کیږی.
د کندهار والی ډاکتر توریالۍ وسیا وویل : د دی تړون پاڼی د لاسلیک روسته به د کندهار ولایت اداره په آزاده توګه د ټولو پرژو نظارت به په غاړه ولری او د کارنو کیفیت به ښه شی .،،
د والی په وینا ، قراردادونه به د یوه لاس څخه بل ته نه ورکول کیږی ، قرادادونه به د شرکتونواو کمپنیو د د وړتیا او ظرفیت او امکاناتو په اساس ورکول کیږی ، شرکتونه مکلف دی چی د پروژو مالیه وکړی ، افغانی ګارګران استخدام ګړی ، د ضرورت وړ ماشینری ولری او د افغانستان دولت او د ایساف ځواکونومقرارت مراعت کړی .
په کندهار کي د سهيلي زون د ايساف ځواکونو قومندان تورن جنرال جيمز ټيري وويل چي د قراردادونو د افغاني کېدا دغه طرحه په دې حوزه کي دده د وظيفې لومړنى اقدام دى او هيله يې وښوده چي ددې طرحي په پلي کېدني سره به ټول لوى او واړه افغاني قرارداديان ورڅخه ګټمن سي او دغه نوې تګلاره به د ايساف د قراردادو فرهنګ ته په بشپړ ډول بدلون ورکړي.
جنرال تیری زیاته وی :
زمونږ غوښتنه داده چی په راتلونکی کی قراردادونه په شفافه او واضح ټوګه ترسره شی ، ټولی کمپنی بی له کومی ستونزی په دوطلبی پروسه کی برخه واخلی ، هر څوک چی پروژه عملی کوی نو هدف به افغانانو ته خدمت وی .،،
په سهيلي حوزه کي د امريکا د متحدو ايالاتو ملکي استازي په ياده غونډه کي د ايساف د قراردادونو د تګلاري پر افغاني کیدو خوښي وښوده او دا اقدام يې په دې سيمه کي د ټولو لويو او وړو افغاني شرکتونو لپاره يو فرصت وباله. او زياته يې کړه چي ددې تړون ليک وروسته به ټول قراردادونه د محلي مطبوعاتو( راډيو، تلويزون، اخبار ) له لاري د ازاد رقابت لپاره اعلانيږي