د ناټو الوتکي څلور افغان پوځيان مړه کړل
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په هلمند ولايت کي د ناټو الوتکي څلور افغان پوځيان وژلي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دغه پوځيان تيره شپه له خپل مرکز څخه په ګزمه ووتله چي د ناټو الوتکي په نښه کړل.
د ناټو ځواکونو ويلي چي افغان پوځيان يې په خطا کي وژلي دي او د پېښي په هکله يې تحقيقات شروع کړي دي.
دا لومړى ځل نه دئ چي دغسي پيښي رامنځته کېږي، تر دې دمخه هم څو ځله بهرنيو ځواکونو افغان پوځيان او پوليس په هوايي حملو کي وژلي دي.