کور / تازه خبرونه / کندز:دطالبانود٢قومندانانودوژلوادعاوشوه.

کندز:دطالبانود٢قومندانانودوژلوادعاوشوه.

مسوولينو دکندوزپه امام صاحب ولسوالي کي دجګړي په پايله کي دطالبانو ددوو مشهورو قومندانانودوژلو خبرورکړ .

ديادي سيمي ولسوال محمدايوب حقيار وويل: چي تيره ورځ دپوليسواووسلوالوطالبانوترمنځ په نښتوکي چي څوساعتونه يي دوام درلوده ، دوسلوالوطالبانو٢ تنه نامتوقومندانان وژل شوي دي.

ولسوال حقياروايي، چي وسلوالوطالبانودملامنصوراوقاري روح الله په نوم په سيمه کي نامتوقومندانان په دغه جګړه کي وژل دي.
هغه زياتوي چي دملالايق په نوم دهغوي بل قومندان دخپلودووتنوساتونکيو سره په ياده نښته کي ټپي شويدي.

دغه نښته تيره ورځ ماذديګر ناوخته دامام صاحب مرکزته نژدي ددلشاد په سيمه کي رامنځ ته شوي .

خو بل لورته دسلوالوطالبانو وياندذبيح الله مجاهدلراوبر ته ديوناڅرګندځاي نه دټيلفون له لاري ديادي پيښي په
اړه ويلي چي دتيري ورځي په نښتوکي دويته کوم زيان ندي رسيدلي.
نوموړي دولسوال خبري بي بنسټه وګڼلي.

دامام صاحب ولسوالى دکندوز ښار شمال لورته نژدي په ٧٠ کيلومتري کي واقع هغه ولسوالى ده چي کله ناکله

په کى ورته پيښي رامنځ ته کيژي همدغه راز ديادونې وړ ده چي ديادي سيمي يوشمير اوسيدونکيو داربکي مليشودزورزياتي څخه په سيمه کي شکايت کوي.