کندوز: ښار ته وسله وال ننوتلي، جګړه روانه ده

34 | دسمبر 19th, 2010


د کندوز ښار ته وسله وال حمله کوونکي ننوتلي دي، په ښار کي يې يودولتي تعمير نيولى او د دې خبر تر خپرېدو پوري لا جګړه پکښي روانه ده.
له کندوز ښار څخه د آزادۍ راډيو خبريال نورمحمد سهيم راپور ورکړ چي دغه تعمير اوس د دولتي قواوو له خوا محاصره دئ او متقابلي ډزي هم شروع دي.
د آزادۍ راډيو د راپور له مخي ذبيح الله مجاهد د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ او ويلي دي چي دوه په وسلو سنبال ځانمرګي يې ښار ته لېږلي، د پوليسو د جلب او جذب مرکز ته ننوتلي دي او د ٢٠ پوليسو د وژلو ادعا يې کړې ده.
د کندوز چارواکو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024