کور / سياسي / د افغانستان د پښتنو کمزوري کول خطرناک دي.

د افغانستان د پښتنو کمزوري کول خطرناک دي.

ليکولانې : هيلينا ملکيار او تانيه ګودسوزيان
 ژباړه : بشير ګواښ
سرچينه : د ازادې اروپا ريډيو


په تير سپتمبر کې افغان سياست والو هغه وخت د افغانستان په پارليماني انتخاباتو کې د درغليوو خبرې شروع کړي چې د دې هيواد د انتخاباتو خپلواک کميشن د رايې اچونې له زرو زيات مرکزونه وتړل، د رايو شل بکسونه يې ناقانونه او ۲۱ ټاکل شوي چارواکي يې نا اهله وګرځول. که له يوې خوا د دې ټاکنو ناکامه کانديدانو د درغليوو په اړه لاريونونه پيل کړي، له بلې خوا په دې خبره ډير لږ بحث شوی چې د يو شمير لاملونو له امله پارليمنټ ته ډيرو لږو پښتنو لاره موندلي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پښتنو په هيواد کې له سلګونو کلونو راهيسې د واک ډيره برخه درلودلي.


د پښتنو په سيمو کې د ياغيانو له خوا د نوو خلکو د ګمارنو هڅو ته په کتنې سره ويلی شو چې دا ډيره خطرناک خبره ده چې قومي انډول دي ونه ساتل شي او د پښتنو رول دې کم کړل شي. ډير شمير پښتنو سياست والو د افغانستان د انتخاباتو د کميشن له خوا د پښتنو په سيمو کې د د رايې اچونې د مرکزونو د بندولو، د رايو د صندوقونو د ناقانونه او کاندیدانو د نا اهله ګرځولو پريکړې د اساسي قانون خلاف بللي.


د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د انتخاباتو کميسون بايد د رايو شکمن بکسونه قرنطين او بيا د دغو بکسونو رايې د کانديدانو په مخ کې وشميرل شي خو د افغانستان د ټول ټاکنو خپلواک کميسون د رايو ديارلس ميليونه بکسونه باطل اعلان کړل. په قصدي ډول د دې کار د ترسره کوونې له امله ډير شمير افغان حقوق پوهان د دې پارليماني ټاکنو نتيجې ناقانونه ګڼي. په کابل کې د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې استازو د ټاکنو پايلې منلي چې دا تمه ترې نه کيده. افغان ولسمشر حامد کرزی اوس په يو عجيب حالت کې قرار لري. که څه هم نوموړي په پارليمنټ کې خپل ډير ملګري ځای پر ځای کړي خو هغه د خپلو پښتنو ملاتړو د غصې سره مخ دی. د ولسمشر کرزي له خوا ټاکل شوی د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو هم د انتخاباتو د نتيجو په اړه شور جوړ کړی او ويلي يې دي چې نتيجې د پيسو دارو له خوا اخيستل شوي او پلورل شوي. بل خوا ته د افغانستان د انتخاباتو د کميشن مشر فضل احمد معنوي دا تورونه رد کړي او د ولسمشر کرزي د دفتر په بیا بيا ويلو سره يې هم د ټاکنو نتیجې له خپرولو ونه درولې.


فضل احمد معنوي د پنجشير تاجک دی او د ولسمشر کرزي سره په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د سيال کانديد عبدالله عبدالله ملګری دی. معنوي په تيرو ولسمشريزو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله سره د يوې معاملې له مخې د انتخاباتو د کميسون مشر وټاکل شو. همداراز د عبدالله عبدالله د بدلون او اميد په نامه تحريک چې ځان د حکومت اپوزيشن ګڼي ، يو بل غړي احمد ضيا رفعت ته د انتخاباتو د شکاياتو د کميسون د پنځوو څخه د يو کميشنر او وياند په توګه يو قوي رول وروسپارل شو. که څه هم دا تورونه لا ثابت شوي نه دي خو د معنوي په مشرۍ د افغانستان د انتخاباتو په کميشن دا تور پورې دی چې د پښتنو په سيمو کې يې د يو سياسي پلان له مخې د ناامنيوو د شتون په بانه د رايوو مرکزونه وتړل او د احمد ضيا رفعت په مشرۍ د انتخاباتو د شکايتونو کميشن د پښتنو کانديدانو لپاره اچول شوي په لسګونو زره رايي باطلې وګرځولي. د بيلګې په توګه په غزني ولايت کې چې ډير وګړي يې پښتانه دي يوولس کسان بريالي شوي چې ټول هزاره ګان دي او دا ځکه چې په دې ولايت کې د پښتنو نهه ولسوالۍ ناامنه وګڼل شوي او هلته د رايو اچوونې مرکزونه بند کړل شول. بله بيلګه د بغلان ولايت ده چيرته چې د انتخاباتو کميسون د امنيت د نه شتون په نامه د رايوو ډير شمير مرکزونه وتړل چې په دې ولايت کې يې د ټاکنو نتيجې په مهمه توګه بدلې کړلي او له بغلان څخه يوازې يو پښتون کانديد پارليمان ته لار پيدا کړه.


په افغانستان کې هزاره ګان چې پخوا يې د اقليتونو د لیسټ په آخري برخه کې ځای درلود، اوس د يو منظم سياسي قوت په توګه راڅرګند شوي. دوی په شمير کې لږ دي او په خپلو منځونو کې هم په ډيرو خبرو سره سلا نه دي خو په ډيره ماهرانه توګه يې خپل کانديدان پارليمنټ ته ورننويستي.


تاجکانو د عبدالله په مشرۍ د بدلون او اميد په نامه تحريک په ښه توګه د ځان په ګټه کارولی. دا تحريک وايي چې نيزدې يو سل او ديرش غړي يې په پارليماني ټاکنو کې بريالي شوي. له بلې خوا پښتانه د يو موټي سياسي مرکز په جوړولو نه دي بريالي شوي او بده يې لا دا چې پښتون ولسمشر حامد کرزي په ارادي توګه د پښتنو سياسي مشران ، د هغوی په منځ کې د درځونو په جوړولو سره په دې خاطر کمزوري کړي چې خپل مقام وساتي.


داسې ښکاري چې نړيوالو چې د دې سياسي خوځون لپاره په افغانستان کې په ميليونونو ډالر لګولي ، په دې بسنه کړي چې په دې هيواد کې يې د انتخاباتو کولو ته لار هواره کړه. دوی بايد په دې خبر وي که په افغانستان کې قومي ستونزې زياتې شي نو افغانان به لا نور دردمن شي. پښتانه داسې قوم دی چې زر عکس العمل نه ښئ خو چې که يې هم وښئ نو هغه بيا لکه د نوح د طوفان په شان وي. که په افغانستان کې قومي شخړې زياتيږي نو د دې کار پايله به داشي چې افغانستان به د نويمو کلونو په شان يوځل بيا د القاعده د غړو په مشرۍ په يو ناقانونه هيواد بدل شي. امريکا، د دوی غربي اتحاديان او افغان سياست وال بايد پخپله دا غوره کړي چې آيا دوی په ريښتيا سره غواړي مشري وکړي او که نه ، غواړي د ناکامۍ په لور لاړ شي.