کور / سپورټي / افغان زمري لوبډلې د پښتونخوا مردان لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان زمري لوبډلې د پښتونخوا مردان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان دوه لوبډلې زمری او پړانګ د پاکستان په هیواد کې د الف(ای) لوبډلې لپاره د ازموینې په لوبو باندې بوخت دي.
زمري د پښتونخوا او پړانګ د سند لوبډلو سره لوبه کوي، پرون افغان زمري لوبډلې د پښتونخوا مردان لوبډلې ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه.
پرون افغان زمري لوبډلې په ۴۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو پر ځای ۲۴۶ منډې جوړې کړي د پښتونخوا د مردان ونشو کړای چې ټاکلی هدف پوره کړي، په ۴۰ اورونو کې ۲۲۰ منډې وکړي او لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شوه.
پرون د افغان زمري لوبډله کې عمران خان ۷۶ منډې، شفیق الل شفق ۶۰ مندې وکړي. په توپ اچونه کې نصرت الله ۳ ویکټې او عبید کنړي د مردان دوه لوبغاړي وسوځول.
دواړه لوبډلې به شپږ شپږ لوبې کوي، همدارنګه افغان کرکټ بورډ د ننګرهار په ولایت کې څو ورځې وروسته د زونونو تر منځ سیالۍ په لاره اچوي، د پاکستان هیواد څخه چې د زمري او پړانګ لوبډلې راوګرځي او د زونونو تر منځ لوبې تر سره شي بیا به د منډو د کتاب له مخې د افغان کرکټ بورډ د غوراوۍ کمیټه د ای لوبډله غوره کوي.
نن د افغان زمري لوبډله د پښتونخوا لوبډلې سره لوبه کوي او سبا ته به په سند کې افغان پړانګ لوبډله د لړکانې لوبډلې سره مخامخ کیږي.