کور / سپورټي / د افغانستان کرکټ د زونونو سیالۍ په ننګرهار کې ترسره کیږي

د افغانستان کرکټ د زونونو سیالۍ په ننګرهار کې ترسره کیږي

افغان کرکټ بورډ د روانې میاشتې (ډیسمبر) په ۲۵ نېټه د زونونو تر منځ دوه ورځنۍ سیالۍ د ننګرهار مارکو شهرا په لوبغالي کې پېل کوي.
په دې سیالۍ کې به د افغانستان کرکټ پنځه زونونو لوبډلې برخې اخلي، د مارکو شهرا لوبغالي په ځغاستځای(پیچ) باندې کار روان دې، د دې ځغاستځای لپاره افغان کرکټ بورډ خاوره د پاکستان ګچران والي څخه راغوښتې ده.
د افغان کرکټ بورډ د ځغاستځای جوړوني مسؤلین دوه ورځې مخکې د مارکو شهرا لوبغالي کې سمیټي ځغاستځای وران کړی او د ډیسمبر تر ۲۵ نېټې پورې به خاورین ځغاستځای د لوبې کولو لپاره چمتو کړي.
همدارنګه دوه ورځې مخکې افغان کرکټ بورډ د مارکو شهرا لوبغالي د لیولنګ کار پای ته رسولی او نورې چارې به یې د ۲۵ نېټې څخه مخکې پای ته ورسیږي.
افغان کرکټ بورډ دوه نورې پیاوړې لوبډلې( زمری او پړانګ) د پاکستان هیواد ته لیږلي دي، د ای لوبډلې لپاره به د زونونو د سیالۍ، زمري او پړانګ لوبډلو څخه جوړوي.