ملګري ملتونه که دښمن ملتونه؟

د لراوبر اداره | دسمبر 25th, 2010


ملګرو ملتونو د تیرو کلونو په څیر یوځل بیا یو راپور خپور کړو چې په کې ذکر شوي دي چې سږکال په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله شل سلنه لوړه شوې ده. زما په اند ملګري ملتونه باید دا ډول راپورونه پټ وساتي ځکه چې دا په دې مانا ده چې ملګري ملتونه خپله لمنه پخپله په خپل ځان راپورته کوي. او یا که دا ډول راپورونه هم برابروي نو پړه دې یې په هغه او په دغه نه اچوي بلکه ودې وایي چې دغه مرګ ژوبله افغانانو ته ټوله زمونږ (ملګري ملتونو) له خوا اړول شوې ده. دا ځکه چې همدغه ملګري ملتونه ول چې د نړی په استازیتوب یې د دغې ناروا جګړې پیل ته مشروعیت ورکړ او تراوسه یې هم په ډیرې بې شرمی سره د دوام ملاتړ کوي.


ملګري ملتونه او تش په نامه د حقوق بشر کمیسیون یې ټوله ورځ په افغانستان کې د ښځو حقوقو او نشه ایي توکو پسې راخیستې وي، ګواکې دوی پرته له دې دوه مسلو بل هیڅ کوم مصروفیت او مسولیت نلري . دلته پوره پوره کلي امریکې او انډیوالانو يې تبا کړل او په هیواد کې د ورځې شل وسل خلک بې ګناه وژل کیږي خو عاملینوته یې نه ملل متحد او نه حقوق بشر کله په تیزه څه ویل.


زما په اند د دغې بشري ناورین له وجهې چې په عراق او افغانستان کې روان دی ملګري ملتونه ناتوانه او پاتې راغلي او حالات یې لا پسې خراپ کړي دي نو فلهذا د ملل متحد او حقوق بشر چارواکو ته په کار ده چې له خپلو دندو نه استعفا ورکړي او خپل دفترونه دې په افغانستان کې وتړي ځکه چې دوی په هیواد کې دغه بشري ناورین ختم نشوکړی نو بیا هیڅ پکار نه ده چې د افغانستان په نامه په بلیونونو روپی له نړیوالو واخلي، په هغو او په دغو تش په نامه پروژو یې ولګوي، او د هیواد تر ټولو ښکلې ودانی او لارې کوڅې پسې ځانته ځانګړې کړي.


زما نه په یادیږي چې ملګرو ملتونو په دې تیرو څو لسیزو کې په نړی کې دغه روان ناورینونو ته د پای ټګی ایښی وي. دا خو لا څه کړې چې د دغو ناورینونو اور ته یې لا پسې پوکی وهلی دی. د مثال په توګه د کشمیرلانجه، د فلسطین لانجه، د افریقې او یا سومالیې لانجه، د افغانستان او همدارنګه دعراق لانجه، او داسې نور…ورځ په ورځ پسې خراپیږي او جوړیږي نه.


او همدغه ملګري ملتونه دي چې په دغو نوموړو سیموکې کي یې بازار ګرم ساتلی دی او ورته یې د لویدیځ لیوان راخوشې کړي دي چې تالاوالا یې کړي. د ډیر افسوس او اندیښنې خبره خو دا ده چې ملګري ملتونه تل مدام په دغو سیمو کې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې سیمه اییز ګروپونه ملامتوي چې ګواکې ټول ورانی په دوی کې دی او هیڅکله یې هم په ډآډ سره په لویدیځوالو د ملامتی غږ ندی کړی. بس په هر ځای کې چې لویدیځوال او په ځانګړې توګه امریکه د یو شي او یا یو چا مخالفت وکړي نو ملګري ملتونه به یې تر شا ولاړ وي.


زه دا نه وایم چې طالبان دې نه ملامتوي بلکه دا وایم چې هر ملامت باید ملامت شي که طالب وي او که امریکا خو نه دا چې یوبام و دو هوا…


زه که هرڅومره د ملګرو ملتونو نه کولمې وخورم بې مانا به وي ځکه چې تاسې به ووایاست چې ملګري ملتونه څوک دي، خو همدغه امریکه او انډیوالان یې دي نو بیا ترې نه، نه خو تمه او نه ګیله په کار ده. او که تاسو هم په دې اند ياست نو زه درسره موافق یم.


خو په اخر کې غواړم چې تش په نامه ملګرو ملتونو ته دا اووایم چې امریکا د هندوستان د ممبیي په پیښې کې د یوڅو محدودو امریکایي اتباعو د وژل کیدو په خاطر ان د ای اس ای ریس غواړي چې محکمې ته راکش کړي او هغه ای اس ای چې زما یې ټول هیواد راروان کړو او په لکونو خلک یې راته ووژل نو ایا ته نه شې کولای چې د افغانانو د قاتلانو له ډلې څخه همداسې یوهم محکمې ته رواکاږې؟ ایا ته نشې کولای چې هغه افغان معصوم ماشوم دپاره چې د امریکا د الوتکو په بمباریو او یا د ټوپک ګولیو او یا د طالب د ځانمرګي برید په پایله کې ساه ورکوي د عدالت غوښتنه وکړې؟

Copyright Larawbar 2007-2024