د دوو مقتولو بهرنیو پوځیانو هویت اعلان سو
پنتاګون وویل چی وړمه ورځ چی په جنوب کی کوم بهرنی پوځي وژل سوی و ، هغه امریکایی مرین پوځي و چی په هلمند کی د طالبانو د حملې ښکار سوﺉ و . په دې سره د ډسمبر په روانو دیرش ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۳۲ ته ورسېدل .
بلخوا ، د انګلستان د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چی د وړمی ورځی وژل سوﺉ بهرنی عسکر برتانوﺉ و چی طالبانو په هلمند کی له منځه وړی و . دا ۳۴۸م انګرېز دی چی په افغانستان کی وژل کیږی .