کور / علمي / د وګړ رښتو (حقونو ) نړيواله اعلاميه

د وګړ رښتو (حقونو ) نړيواله اعلاميه

خپرندويه: د م. م. س ستره غونډه
ژباړن: امين الله دريځ
د ۱۹۴۸ کال دسامبر لسمه


سریزه
دا چې د انساني کورنۍ د ټولو غړيو د پنځيز پت او نه بېلېدونکيو انډول رښتو (حقونو)پېژندنه د خپلواکۍ، نياو او سولې بنسټ دی؛
دا چې د وګړرښتو ناګارۍ او سپکاوي بربري پېښې را منځته کړی؛ وجدان يې اسکېرلی او د خپلواکې وينا او ګروهې ډاډمنه او سوکاله نړۍ د ګردو انسانانو لوړه هيله ده؛
دا چې د وګړرښتو قانوني ساتنې ته اړتيا ده چې څوک پاڅون ته د زورواکۍ او تېري پر وړاندې د يوازېنۍ او وروستۍ لارې په تو ګه اړ نشي؛
دا چې د ملتو تر منځ د ملګريزو ودنيو اړيکيو پالنې ته اړتياده؛
دا چې ملګريو ملتو يو ځل بیا په تړون کې بنسټيزې وګړرښتې، د وګړې(شخصيت) پت و ارزښت او د نر و ښځې انډول رښتې ومنلې او په پراخه خپلواکۍ کې يې د ټولنيزې ودې او هوسا ژوند د اسانتيا چمتو کولو هوډ وکړ؛
دا چې غړيو دولتو له ملګريو ملتو سره د ګډو هڅو له لارې د وګرښتو او بنسټيزو خپلواکيو د سراسري درناوي او پلي کولو ژمنه کړې؛
دا چې پر دغو رښتو او ازاديو ژور سراسري پوهاوی د دې ژمنې له بشپړ پر ځای کېدلو سره اړه لري؛
نو دادی، د ملګريو ملتو ستره غونډه د وګړرښتو دغه سراسري اعلاميه د ټولو پرګنو او ملتو د ګډې بریا په توګه اوڅاروي چې هر څوک او د ټولنې هر جوړښت يې تل په پام کې وساتي؛ د زده کړې له لارې يې د رښتو او ازاديو د درناوي پراختيا وهڅوي او د ملي او نړيوالو پرمختيايي چارو له لارې يې د غړيو هېوادو د پرګنو يا هغوی تر منځ چې د دوی په واکمنۍ کې دي، نړيوال اغېزناک پېژند او پليتوب بشپړ کړي.
لومړی توک
ټول وګړي د رښتو او پت له پلوه انډول او ازاد زېږي. دوی عقل او وجدان لري او يو تر بله به وروروليز چارچلن کوي.
دويم توک
په دې اعلاميه کې ګردې ښوول شوې رښتې او ازادۍ د توکم، رنګ، جنس، ژبې، دين، سياسي يا بل ليدلوري، ملي يا ټولنيز ار، شتمنۍ، زوکړې يا بلې ځانګړنې له هر ډول توپير پرته، د هر چا دي.
سربېره پردې، د هېچا پر وړاندې د هغه هېواد او سيمې د سياسي، حقوقي او نړيوال څرنګوالي له مخې توپير کېدای نشي چې دی اړه ور سره لري او دې ته به نه کتل کېږي چې ټاټوبی يې خپلواک دی، نور يې ساتي، دولت نلري یا په کوم ډول بېواکه شوی دی.
درېيم توک
هر څوک د ژوند، خپلواکۍ او وګړې د خونديتوب رښته لري.
څلورم توک
هېڅوک مريی يا بېګارېدای نشي. هر ډول مرييتوب او د هغه سوداګري بنده ده.
پېنځم توک
هېچا ته به ځور يا ډبرزړې نا انساني سزا نه ورکول کېږي او نه به سپکېږي.
شپږم توک
هر څوک رښته لري په هر ځای کې د رښتو څښتن وپېژندل شي.
اووم توک
ټول وګړي د قانون پر وړاندې انډول دي او له هر توپيره چې دا اعلاميه تر پښو لاندې کوي يا هرې پارونې چې داسې توپير منځته راولي؛ د قانوني خونديتوب رښته لري.
اتم توک
هرڅوک د هغې کړنې پر وړاندې چې په بنسټيز قانون يا نورو قوانينو کې يې د ده ښوول شوې بنسټيزې رښتې تر پښو لاندې کړې وي؛ له دولتي محکمو د اغېزناکې مرستې د غوښتلو رښته لري.
نهم توک
هېڅوک د چا په ځانګړې خوښه نيول کېدای، زنداني کېدای يا شړل کېدای نشي.
لسم توک
هرڅوک رښته لري چې ناپېيلې او خپلواکه محکمه يې بې توپيره رښتې او دندې وټاکي او جزايي تور یې ښکاره او نياومن و ارزوي.
يوولسم توک
(۱) هر تورن تر هغې چې په ښکاره محاکمه کې يې د ځانژغورنې ګردو وړ لاسوندو ته لاسرسی درلودلای نه وي او د قانون له مخې يې تور زبات شوی نه وي؛ ناګرم ګڼل کېږي.
(۲) هېچاته د هغه څه پر کړو يا نکړو سزا ورکول کېدای نشي چې په هماغه شېبه کې دولتي يا نړيوالو رښتو د سزا وړ ګڼلای نه وي. همداراز، هېچاته تر هغې سزا کلکه هغه ورکول کېدای نشي چې د جرم د پېښېدو پر مهال ورته ټاکل شوې وه.
دوولسم توک
د هېچا په شخصي ژوند، کورنۍ، استوګنځي او ليکنيو اړيکيو کې به خپلسری لاس نه وهل کېږي او وياړ و نامه ته به يې سپکاوی نه ور اوړي. هر څوک د داسې لاسوهنې او تېري پر وړاندې د قانوني ملاتړ رښته لري.
ديارلسم توک
(۱) هر څوک په هر هېواد کې ګرځېدای او استوګنځی غوره کولای شي.
(۲) هر څوک د خپل هېواد په ګډون هر هېواد پرېښوولای او بېرته خپل هېواد ته ور ستنېدلای شي.
څوارلسم توک
(۱) هر څوک له څاره د ځانژغورلو لپاره په بل هېواد کې پناه غوښتلای او ترې برخمنېدلای شي.
(۲) که څار په رېښتيا د داسې ناسياسي جرم له مخې وې چې د ملګريو ملتو غوښتنې او ارونه يې تر پښو لاندې کړي وي؛ له دې رښتې ګټه اخيستل کېدای نشي.
پېنځلسم توک
(۱) هر څوک د هېوادوالۍ رښته لري.
(۲) هېڅوک په خپلسرۍ له هېوادوالۍ يا د خپلې هغې له اړولو بې برخې کېدای نشي.
شپاړسم توک
(۱) د واده وړ سړي او ښځې له هر ډول توکميزو، هېوادنيو يا ديني بريدو پرته واده کړای او کورنۍ جوړولای شي.
(۲) واده به يوازې د دواړو خواوو په خپلواکه او بشپړه خوښه کېږي.
(۳) کورنۍ د ټولنې بنسټيز جوړښت دی او د ټولنې او دولت له خوا د ملاتړ رښته لري.
اووه لسم توک
(۱) هر څوک د يوازې يا له نورو سره ګډې شتمنۍ رښته لري.
(۲) هېڅوک په خپلسرۍ له شتمنۍ بې برخې کېدای نشي.
اتلسم توک
هر څوک د اند، وجدان او دين د خپلواکۍ رښته لري. په دې رښته کې د دين او ګروهې د اړولو ازادي نغښتې ده. هر څوک يوازې يا له نورو سره په ګډه او په ټوليز يا ځانګړي ډول د زده کړې، لمانځنې، او ديني چارو له لارې د خپل دين او ګروهې د څرګندولو خپلواکي لري.
نولسم توک
هر څوک د اند او د هغه د ښکاره کولو د خپلواکۍ رښته لري. په دې رښته کې د هرې رسنۍ له لارې د اند بې ډيله څرګندول او د خبرونو او اند بې بريده لټول، موندل او خپرول نغښتي دي.
شلم توک
(۱) ټول وګړي د سوله ييزو غونډو او ټولنجوړولو رښته لري.
(۲) هېڅوک د هېڅ ټولنې غړيتوب ته اړ وېستل کېدای نشي.
يويشتم توک
(۱) هر څوک سيده يا د ازاد غوره شوي استازي له لارې د خپل هېواد په اداري چارو کې ګډون کړای شي.
(۲) هر څوک په بشپړ انډول د خپل هېواد له دولتي خدمتو برخمنېدلای شي.
(۳) د پرګنو غوښتنه د دولتي واک بنسټ دی. هغه به د پړاويزو، رېښتينو، سراسري او برابرو خوښونو په بهير کې د پټې يا هغې ته ورته خپلواکې خوښونې له لارې څرګندېږي.
دوه ویشتم توک
هر څوک د ټولنې د غړي په توګه د ټولنيز خونديتوب رښته لري او د ملي هڅو او نړيوالې همکارۍ په مرسته د هر دولت له جوړښت او وړتيا سره سم، له هغو اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري رښتو برخمنېدلای شي چې د پت ساتنې او وګړې د خپلواکې ودې لپاره اړتیا ور ته لري.
درويشتم توک
(۱) هر څوک د کار، خپلخوښې دندې، نياومنو او پستو کاري شرايطو او د بېکارۍ پر وړاندې د ملاتړ رښته لري.
(۲) هر څوک بې توپيره د انډول کار پر وړاندې د انډول تنخا رښته لري.
(۳) هر کارکوونکی د نياومنې او وړ تنخا رښته لري چې د ده او کورنۍ پتمن ژوند يې خوندي کړي او که اړتيا وي چې د ټولنيز ملاتړ له نورو لارو ور بشپړه شي.
(۴) هر څوک د خپلو ګټو ساتندويې څانګيزې ټولنې جوړولای او د هغوی غړی کېد لای شي.
څلرويشتم توک
هر څوک د دمې، وزګارتيا او له تنخا سره مل مهالنۍ رخصتۍ رښته لري او کارمودې ته به يې د منلو وړ بريد ټاکل کېږي.
پېنځه ويشتم توک
(۱) هر څوک د خوړو، کاليو، کور، روغتياپالنې او اړتیا وړ ټولنيزو خدمتو له پلوه د داسې ژوند رښته لري چې د دده او کورنۍ روغتیا او هوساینه يې پکې ساتلې وي. همدا راز، په بېکارۍ، ناروغۍ، نیمګړتوب، کونډژون، زړښت يا داسې بله پېښه کې چې له خوښې پرته يې د ژوند کولو سرچينه له لاسه وتلې وي؛ د ټولنيز ملاتړ رښته لري.
(۲) میندې او کوشني د ځانګړې پالنې او مرستې وړ دي. د واده يا نا واده میندو او پلرو د ګردو کوشنيو به انډول ټولنيز ملاتړ کېږي.
شپږويشتم توک
(۱) هر څوک د زده کړې رښته لري. لومړنۍ او بنسټيزې زده کړې به وړیا او هرومرو وي. د تخنیکي او څانګیزو زده کړو ور به د هر چا پر مخ پرانیستی وي او هر څوک به د پوهې پر بنسټ بې توپيره لوړو زده کړو ته لار لري.
(۲) زده کړه به د انساني وګړې د سمې ودې بهير او د وګړرښتو او بنسټيزو خپلواکیو درناوی پياوړی کوي چې د ټولو ملتو او توکميزو او دیني ډلو تر منځ پوهاوی، زغم او ملګرتيا غښتلې کړي او د ملګريو ملتو د سوله ساتو هڅو مرستندويه شي.
(۳) میندې او پلرونه خپلو کوشنيو ته د زده کړې د ډول په ټاکلو کې د لومړيتوب رښته لري.
اووه ويشتم توک
(۱) هر څوک د ټولنې په کلتوري ژوند کې د خپلواک ګډون رښته لري؛ له هنرو خوند اخیستلای شي او په پوهنيزه وده او د هغې په ښېګڼو کې ونډه درلودلای شي.
(۲) هر څوک د خپل پوهنيز، ادبي او هنري زيار د مانيزې- توکيزې ګټې د خونديتوب رښته لري.
اته ويشتم توک
هر څوک په داسې ټولنيز او نړيوال سمون کې د ژوند رښته لري چې په دې اعلاميه کې راغلې رښتې او خپلواکۍ بشپړې پلې کړي.
نه ويشتم توک
(۱) هرڅوک يوازې د هغې ټولنې پر وړاندې دندې لري چې د ده وګړه خپلواکه او بشپړه وده پکې کړای شي.
(۲) هر څوک د خپلو رښتو او ازاديو د کارولو په درشل کې يوازې د هغو بریدو پاملرنې ته اړ دی چې قانون د نورو د رښتو او ازاديو د پېژندلو او درناوي او په يوه پرګنواکه ټولنه کې د نياومنو اخلاقي غوښتنو، سراسري سمون او ټوليزې هوساينې د خونديتوب لپاره ټاکلي دي.
(۳) دا رښتې او خپلواکۍ هېڅکله د ملګريو ملتو د موخو او ارونو پر وړاندې کارېدلای نشي.
دېرشم توک
د دې اعلاميې هېڅه کوم دولت، ډلې یا چا ته د داسې کړنې د رښتې موندلو لپاره مانا کېدای نشي چې دلته ښوول شوې رښتې او خپلواکۍ له منځه يوسي.