سیفودین

د لراوبر اداره | دسمبر 30th, 2010


 
درزي راله جامې لږې اوږدې ګنډلې وې نو لمن به رانه په اوبو کې لوندیده او بل د خوړ په غونډو او خویېنو کاڼو راته نور تګ هم ګران شو نو سیفودین راله مشوره راکړه چې ته راسره د خوړ په غاړه غاړه ځه ما به له ښکاره هم ونه باسې او تماشه به هم کوې ما يې خبره ومنله او کمیس مې  لوند وو نو نچوړ مې کړ او په یوه اوږه مې واچوو  سیفودین به جال ویشتو او زه به پر غاړه روان وم اوږې راله لمر سمې وسیځلې خو د سیفودین په جال کې یو ماهی نه لګیدو بیخي ماځیګر شو خو خوند يې نه کوو.


سیفودین راته ډیره د معنې نه ډکه خبره وکړه چې داسې خوند نه کوي راځه ملګریه مساله پرې استعمالوم او بیا يې یوه توره کسوړه د جیبه رااویسته  اوبو ته يې وشغوله چې وخت تیر شو نو په ډنډوقو کې راته د وړو وړو مهیانو سپینې خیټې ښکاره شوې سیفودین سم قتل عام وکړو .


 ما چې دا ظلم ولیدو نو خپل پښتون قام مې مخې ته نیغ ودریدو چې په مونږه د سامراجانو دغه لاس نه رسیدو چې څنګه د دنیا نور خلک په اسانه په خپلو جالونو کې راګیروي نو اوس يې زمونږه قتل عام شروع کړو لکه سیفودین چې د مټو په زور ماهیان نه شو نیولې او قتلولی نو مساله يې اوبو ته اوویشته او غربیانو چې په اخلاقي او بین القوامي جنګي اصولو پښتنو له شکست نه شو ورکولی نو اوس يې د بیګناه پښتنو قتل عام پیل کړی دی بر پښتون په لارو او کوڅو کې وژني او لر پښتون د خپلو ګوډاګیانو او ډرون حملو په ذریعه وژني او دنیا خاموشه ناسته ده تماشه کوي خو سیفودین به تر څو مساله استعمالوي اخر به دغه زهریله اوبه ددوی خوړونو ته هم ورسي او دا ورځ ډیره لنډه ده .
پوه شوې کنه

Copyright Larawbar 2007-2024