۶۳٪ امریکایان د افغان جګړې مخالف دي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 31st, 2010


په هغه تازه سروې کی چی د امریکایی خبری شبکې ( سي ان ان ) او د نظریو څیړنیز کارپوریشن په ګډه ترسره کړې ، د لومړي ځل لپاره د امریکایانو لوی اکثریت ( ۶۳٪ ) ویلی چی موږ افغان جګړه نه خوښوو او هغه خرابه روانه ده . په دغو پوښتنو او سروې کی ۶۳٪ امریکایانو د امریکا په دخالت او کړنه انتقاد کړی او هغه بریمنه نه بولی ، حال دا چی د اکتوبر په میاشت کی دا مخالفت ۵۸٪ او د مارچ په میاشت کی هم ۴۴٪ و .
دا سروې د ډسمبر د ۱۷ ـ ۱۹ پر مهال ( د ۱۰۰۸ بالغو امریکایانو څخه ) اخیستل سوې چی د افغانستان په هکله د اوباما د ستراتیژۍ تر اعلان فقط یوه ورځ وروسته بشپړ سوې ده .
څیړونکي د مخالفت د دې ډېرښت اصلی علتونه د امریکایانو مسلسل تلفات ، پوځی اخراجات او اقتصادی ضایعات بولی چی ښایی څو نوری لسیزی هم هغه خپل پخواني حالت ته را و نه ګرځی .

Copyright Larawbar 2007-2024