سږ کال ۹۴ خبریالان وژل سوي دي
فرانس پریس آژانس د ژورنالیسټانو د نړیوال فدراسیون د تازه راپور له مخی لیکی چی سږ کال په شخړو او تشدد کی لږ تر لږه ۹۴ خبریالان وژل سوي او درې نور هم د پیښو په ارتباط په ترافیکی حوادثو کی له منځه تللي دي . راپور وایی چی په پاکستان کی تر ټولو ډیر ژورنالیسټان او مطبوعاتی کارمندان وژل سوي دي چی تعداد یې ۱۵ ته رسیږی .
راپور وایی چی تیر کال د دغو وژنو شمیر ۱۳۹ و خو سږ کال ۹۴ ته راټیټ سوﺉ دی مګر حکومتونه باید په مسؤلانه ډول د خبریالانو او مطبوعاتی کارمندانو د ساتنی او ژغورنی پوره خیال وساتی .