دوه بهرني پوځیان ووژل سول
ناټو خبر ورکوی چی طالبانو نن په افغانستان کی دوه خارجی عسکر ووژل . لومړنی په لویدیځ کی مخامخ په جنګ کی وویشتل سو او دوهم په جنوب کی ماین والوزاوه ، خو نور تفصیل یې ورنکړ [ ښایی دواړه امریکایان وی ].
په دې سره د ډسمبر په میاشت کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۴۱ ته ورسېدل .