د نوي کال د لمانځلو پر مهال بمي چاودني ۳۰ تنه ووژل
د نایجیریا په مرکز ابوجا کي د یوې بمی چاودني په ترڅ کي دېرش تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ; راپورونه زیاتوي چي بمي چاودنه په یوه مارکیټ کښي ترسره سوې، چیري چي عسکر او عام وګړي د خوړلو او څښلو لپاره راټولیږي .
د نایجریايي اردو مشر ویلي چي د بمي چاودني هدف په ابوجا کي هغه خلګ وه، کوم چي نوي کال ته خوښ وه او لمانځئ یې . تراوسه د چاودني پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې .
د پولیسو ویاند “جیموح موشود” رسنیو ته ویلي چي د یوې مېرمني په شمول څلور تنه وژل سوي دي، په داسي حال کي چي نایجیریايي اردو بي بي سي ته د ۱۱ تنو د مرګ ژوبلي خبر ورکړئ دئ . د یادوني وړ ده، چي د نایجیریا ملي ټلویزیون بیا د ۳۰ تنو د مرګ ژوبلي خبر ورکړئ دئ .
په وروستیو اونیو کي نایجیریا نورو بمي چاودنو هم لړزولې ده :
– چهارشنبه : په جنوب کي د یېناګوا په ښار کي د دوو چاودنو په ترڅ کي ۷ تنه زخمیان سول.
– د جوس په ښار کي بمي چاودني : د نوي کال په شپو او ورځو کي د نایجریايي مسلمانانو او عیسویانو تر منځ د شخړي په نتیجه کي ۸۰ تنه له منځه ولاړل . ددې دوو چاودنو مسئولیت یوې اسلامي ډلي پر غاړه اخیستئ دئ .
– اکټوبر : د نایجیریا په مرکز ابوجا کښي لږ تر لږه ۱۲ تنه د چاودنو په ترڅ کي هغه وخت ووژل سول، کله چي عامو وګړو د نایجیریا آزادي لمانځل . نایجیریا پنځوس کاله مخکي د انګلستان څخه خپله آزادي واخیسته .
نایجیريا د افریقا په لوېدیځ کښ موقعیت لري . اسلام (50.5٪) او عیسویت (48.2٪)