غزل

64 | جنوري 3rd, 2011


هر څه بدل شو داسي ښکاري شوه دونیا بدله
خلک خو پریږده، ددې ښار شوله هوا بدله

ستا دیاد وړانګو یو ناڅاپه راته پیښه وکړه
ځکه وریځ د غریو یې مي شوله په مسکابدله

دبدلونونو په بازارکي هر یو شی بدل شو
دستور خو پریږده راته کړله یې حیابدله

له دغه نوي زمانې سره هر څه شو نوي
چارو دژوند کړله زمونږه تقاضا بدله

نه هغه خال،نه یې پیزوان نه یې حیاپاتي شوه
پښتنه پیغله داسي نه وه، کړله چا بدله؟

شپه وه د وصل خو سیدشاه ځکه خفه ښکاریدو
دجینئ هاها شوه بدله په نه،نه بدله

»
«

Copyright Larawbar 2007-2024