په اسلام اباد کي له افغان محصلينو سره مرسته وسوه
د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحاديې له خوا په افغان محصلینو د آتو لکو معادل خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرسته د ( اللجنة السعودية لإغاثة الشعب الافغاني) مؤسسې لخوا د افغان محصلینو له اتحادیې سره وشوه.
د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحاديې رئیس محمد ولي کاکړ د نوموړې مؤسسې له رئیس خالد عثماني او معاون حماد الحماد څخه مننه وکړه چې د دغه پوهنتون له افغان محصلینو سره یې د آتو لکو معادل خوراکي توکو (خرما او شیدې) مرسته وکړه، او همدارنګه ښاغلي کاکړ د نړیوال اسلامي پوهنتون مسئولینو، او استاد دكتور زید العبلان، استاد دكتور فضل الرحمان او استاد عبدالوهاب څخه هم مننه وکړه چې له مونږ سره یې ددغې مرستې په ترلاسه کولو کې نه ستړې کيدونکي هڅې کړې، او له الله (ج) نه یې ورته د عظیم اجر غوښتنه وکړه.
په هغه غونډه کې چې د افغان محصلینو د اتحاديې لخوا د خوراکي توکو د وېش په اړه جوړه شوي وه د دغه پوهنتون افغان محصلینو او استاذانو په کې برخه واخیسته.
غونډه قاري صاحب شاهد (محمود) د قرآن پاک د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل کړه، د ستیج چارې د استاد الفت الله جنغوزی پر غاړه وې، د غونډي لومړی ویناوال د اصول الدین پوهنځۍ مرستیال استاد عبدالوهاب ؤ چې په خپلو خبرو کې د ( اللجنة السعودية لإغاثة الشعب الافغاني) څخه د کور وداني ویلو تر څنګ وویل دغه مؤسسې تل هڅه کړې چې له مستحقو خلکو سره مرسته وکړي. ورپسي د نوموړې مؤسسې معاون دوکتور حماد الحماد غونډي ته په خپلو خبرو کې وویل: د سعودي حکومت تل هڅه کوي تر څو د اسلامي نړۍ اړو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي. ښاغلي حماد زیاته کړه علم لویه سرمایه ده باید قدر یې وشي. له هغه وروسته استاد زید العبلان هم په خپلو خبرو کې له افغان محصلینو سره ددغه مرستې ستاینه وکړه. د غونډي په پاي کې په دغه پوهنتون کې افغان استاد دکتور فضل الرحمان له نوموړې مؤسسې څخه مننه وکړه، او د سعودي حکومت یې وستایه چې تل یې له افغانانو سره په ستونزو کې مرسته کړي. هغه د افغان محصلینو د اتحاديې له رئیس محمد ولي کاکړ څخه هم مننه وکړه چې د محصلینو له ستونزو څخه ځان باخبره ساتي او د حل لپاره یې لازمي هڅې کوي. د استاد فضل الرحمان له خبرو وروسته د خوراکې توکو وېش پیل شو چې هر افغان محصل ته شپږ کیلو شیدې او دوه کیلو خرما ورکړل شوه.