کور / شعر / په مينه مينه

په مينه مينه

مينــــــــه پــه اغــــزو نشي په ګلــــــــو شي

مه ستايه بدرنګ ، ستايل د ښکلو شي

مه ستايه بيا سرې شونډې که نه خاندي

ســرې شــونډې خندا کــې د ستايلو شي

مــه يې بولــــه ګل ،که خولــه يې پټه وي

ګل شي ، چــې غوټۍ په غوړيدلو شي

مــــه ستايــه شراب کـــه سر تړلــــــي وي

شـــي چې له بند خلاص نو د څښلو شي

مــــه پټوئ مـــونږ نه ښايستونــــه نــور

مينه خــــو ښايست تــه په کتلــــــو شي

مينـــــه کـــــې ښايست د زړه خـــــــــبره ده

خوښ چې شي د زړه ، نو د غوښتلو شي

زاغ او بلبل تک تــــور الــــوتونکـــي دي

مينـــــه په زاغ نشـــــــي په بلبلــــو شــي

سر کـــــې چې د مينــــې خــــــمار کېنوي

بې خمــــــاره سر د مـــــاتــــولـــــــــــو شي

مينه چــــــې په مينه نه کــړي زړه نه دی

زړه چـــې شي بـــې مينې د ايستلو شي

نه پېژني غم ، زړو کــــې خوښي راشي

يـــــو مين چـــې بل ته په خندلــــــو شي

مينه کــــــې خندا او ژړا دواړه شتـــــه

مينه د خدای ، خدای ته په ژړلو شي

مينه کې چې ﻻس په دعا پورته شي

اوښکې شي جاري په بهيدلو شي

مينه ده نعمت ، کرکه غضب د خدای

واخله کــــوم چې ستا د خوښولو شي

کــــور ته مــــــــرور په مينه راولـــــئ

مينه کـــــې تير بد ، په هيرولـو شي

مينـــــه په پردو نشي په خپلـــو شي

خپل چې شي په مينه د منلـــو شي

پرېږدئ چــــې نفرت له نفرتو وشي

مينــــه به د مينــــــې په ګاللــو شي

زه قيام د مينې په نــوم ژوند کوم

ژوند خلکو د مينې په پاللو شي