پام کوه

64 | جنوري 1st, 2011


اوس هم لا وخته دی لږ پام کوه
خدمت دژبې هم دقام کوه
موردې خفه درنه په ګورکې نه شي
ته یې دژبې احترام کوه
چې په مسند دپیغمبر دریږي
نظر په خاص اوهم په عام کوه
راشه پخپلې ژبې وغږیږه
د نوروژبو ته سلام کوه
چې پښتانه درباندې وویاړیږي
داسې کارونه تل مدام کوه
د حق په لاردجبارخیل په شا نې
داسې په نره خپل کلام کوه

Copyright Larawbar 2007-2024