کور / راپور / له استاد صمیم سره یو ادبي ماښام

له استاد صمیم سره یو ادبي ماښام

د روان کال د مرغومي پر لسمه نیټه په لغمان کې د پښتو ژبې د وتلي لیکوال،څیړونکي او ژبپوه استاد محمدآصف صمیم په اړه یوه ادبي ناسته وشوه،چې د دانش خپرندویې ټولنې ،او لغمان میشتو فرهنګیانوپه ګډو هڅو جوړه شوې وه.پدې غونډه کې د لروبر په لسګونو لویو ادبي او سیاسي څټو ګډون کړی و. لیکوالو او شاعرانو د استاد صمیم پر ژوند و اند بیلا بیلې علمي مقالې وړاندې کړې او استاد یې په ځینو منظومو ټوټو هم ونمانځل .د غونډي په پیل کې د دانش خپرندویې ټولنې مشر ښاغلي اسدالله دانش او د لغمان د فرهنګي بهیر مشر سید عبدالمعید هاشمي د سمینار پر موخو او اړتیاوو خبرې وکړې ،ددوی په وینا لغمان دا څه موده په ادبي هڅوکې د بیلا بیلو ستونزو له امله ټکنی و،ددوى هیله داوه ،چې لغمان بیرته هغه فرهنګي هویت ته ورسوي،چې استاد الفت او د شعر و څیړنې نورو درنو سڅټو ورکړی و .د غونډې لومړی وینا کوونکی له لري پښتونخوا نه راغلی مشهور شاعر او لیکوال رحمت شاه سایل و. ښاغلي سایل استاد صمیم په لروبر کې یوټول منلى شخصیت وباله او زیاته یې کړه،چې استاد صمیم په دواړو خواوو کې فعال علمي او ادبي رول لوبولی دی. د سایل په وینا د استاد صمیم په لیکنو او څیړنو کې د هغه د ټولنیز شعور او شخصیت ځانګړنې جلوې کوي او دا ځانګړنې د کمو خلکو نصیب وي .ښاغلي سایل له استاد صمیم سره د خپلې پیژندګلوۍ کیسه وکړه او ویې ویل،چې دی هم په هغو بختورو کې دی،چې له استاده یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ډیر څه زده کړیدي. رحمت شاه سایل د خپل نیولوجیزم خلاف فکر پر خلاف د استاد صمیم نوي جوړ کړي ویونه خواږه او له معنا ډک وبلل .ورپسې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتوپوهنځي استاد ښاغلي ببرک میاخیل خپله وینا واوروله.استاد میاخیل هم د استاد فرهنګي او علمي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه،چې د استاد د ژبې سوچوالي سبک دادی،چې دی ډیری ویونه د ولس له ګړنۍ ژبې راخلي. د کابل پوهنتون د ادبیاتو استاد ښاغلي لال پاچا ازمون هم پخپل وار دغه غونډه مهمه وبلله،ده د استاد د ځینې ناچاپه اثارو د چاپ لپاره له ددانش خپرندويي ټولني له مشر اسدالله دانش او دلغمان له والي محمد اقبال عزيزي څخه غوښتنه وكړه داستاد نا چاپ اثار دي د چاپ په ګاڼه سمبال كړي . له خوست څخه راغلي میلمه په خوست كي د شيخ زاهد پوهنتون استاد مولانا الیاس وحدت د استاد پر فکري او ټولنیز اړخ رڼا واچوله ،ده د استاد د ژوند او فکر ډیرې مهمې ځانګړنې شرح کړې او د استاد له ژونده د څه زده کولو په باب یې لارې چارې وښودې .وحدت وویل،چې که غواړو چې له استاده لا ډیره ګټه واخلو ښه داده ،چې ځينې کسان د هغه لپاره د ولایتي سفرونو زمینه برابره کړي،پدې توګه به استاد له خپلو هغو مریدانو سره هم د مخامخ لیدا فیوضات شریک کړي،چې د استاد په اړه کم پوهیږي .اصف شینواري هم د استاد صمیم پر مهربان او ملایم شخصیت مقاله لیکلې وه او خپلې خاطرې یې هم پکې راغونډې کړې وې. انجنر اباسین بهیر هم یو له مقاله لیکوالو و،چې د استاد په اړه یې له طنز او ادبي خوږو ډکه مقاله لیکلې وه .استاد غفور لیوال پخپل وار له استاده هیله وکړه،چې د افغانستان په روان قیامت کې دې له خپل ادبي او فرهنګي اغیز نه سمه ګټه واخلي.د لیوال په وینا استاد یوازینی داسې کس دی،چې د فرهنګي تقوی اصطلاح پرې جوړه راځي.دی سازشونه نکوي،حق پال دی،له چارواکو څخه نه ویریږي او …خو د لیوال په وینا موږ یو شکایتي قوم یو،خبره یوازې د ستونزو تر تشریح پورې رارسوو او نوره یې پریږدو.ده له استاد صمیمه وغوښتل،چې نور نو باید د وړاندې تګ ګامونه هم له استاده زده کړو. استاد صمیم پخپل وار له ټولو ویناکوونکو او د سمینار له جوړوونکو نه ډیره مننه وکړه.ده د استاد لیوال د غوښتنې په اړه هم پراخې خبرې وکړې او د عمل کولو میدان یې د پوهنتون استادي وښوده،چې له بده مرغه له استاده غصب شویده. استاد صمیم د غونډې په پای کې د ژبې ،سیاست،ادبیاتو او شخصي ژوند په اړه د ځینو ګډونوالو مخامخ پوښتنو ته ځوابونه وویل.په پای کې درنه مشاعره وشوه،چې د لروبر نوماندو شاعرانو پکې شعرونه وويل چي د ګډونوالو په ګرمو ولولو او چكچكو بدرګه شول