سوېلي کوريا په ډزو پوځي تمرينونه پيل کړل

34 | جنوري 8th, 2011


دسوېلي کورياپوځي ځواکونو ديوه کال په موده کې دلومړي ځل لپاره دډزو پوځي تمرينونه پيل کړل.
په دغه تمرينونوکې دنوموړي هيوادپوځي سرتېري،ټانکونه اوپوځي چورلکې ګډون کوي.
دسوېلي کورياچارواکوويلي چې ددوي دپوځي ځواکونولخوادغه تمرينونه چې په ډزوسره پيل کيږي،دڅوورځولپاره به دوام وکړي.
په نوموړي هيوادکې دغه پوځي تمرينونه په داسې حال کې په لار اچول شوي چې له دې وړاندې شمالي کوريادغه هيوادته دپوځي تمرينونوپه اړه ګواښ کړى وو،او ويلي يي وو چې دسوېلي کوريالخوادغه پوځي تمرينونه په لاره اچول دشمالي کورياپروړاندې دجګړې دچمتوالي په مانادي.

Copyright Larawbar 2007-2024