نوی برقي موټرسايکل په ساعت کي ۱۲۴ک.م. لاره وهي

د لراوبر اداره | جنوري 8th, 2011


برقي موټر سايکلان په عام ډول د ماشومانو د ساتېریو د څيزپه توګه استعمالېږي،مګر اوس (آریګن) نومي کمپنۍ یو موټرسايکل چمتو کړی او بازار ته را اېستلی چي تر دم ګړۍ پورې يې نورو ټولو موټر سايکلانو ته ماتې ورکړې ده. پر دغه موټر د (The 2010 Motoszysz E1Pc) نوم اېښودل شوی دی.


په دغه موټر سايکل کي ‍۱۳۴ هارس پاوره برقي ماشین او د ۱۲،۵ کلوواټ ساعته لیتیم پولیمیر بيټرۍ نصب شوي دي. دا موټرسایکل په بېساري ډول د یوه ساعت په اوږدو کي تر ۱۲۴کلومتره واټن وهلی شي.
د یوې مسابقي په مهال يې شپېته (۶۰) کيلومتره  غرنۍ لاره  په یوازې ۲۳ دقیقي کي طی کړه.
دا موټر سایکل په یو ځل چارج اخېستو سره ۱۶۰ کلومتره واټن وهلی شي،چي د هر بريښنايې موټر سایکل په نسبت سل سلنه ډېر استعداد دی.

Copyright Larawbar 2007-2024