کور / سياسي / افغانانوته یود رنګ توس + یوه نوی هیله = تاپی ( دویمه برخه )

افغانانوته یود رنګ توس + یوه نوی هیله = تاپی ( دویمه برخه )

د تاپی لنډه تارخچه :   دافغانستان دلاری د ترکمنستان د ګاز د لیږدولو پروژه د لومړی ځل دپاره د برهان الدین ربانی د واکمنی پر وخت چی هیواد د تنظیمی ناورین په اور کی خوټیدی ، دتمویل کوونکو سرچینو لخوا د وخت واکمنو کړیو په اصطلاح حکومت ته وړاندی او له هغه ځایه د کانو اوصنایعو وزارت ته د څیړنی د پاره راولیږل شوه .ترهغه ځلیه چی زما رایاد دی ،  دابه ۱۹۹۴ کال وو . په فنی لحاظ د داسی یوی ستری پروژی د ژورو څیړلو دپاره تکړه ماهران په وزارت کی دومره لږ پاته وه چی په هیڅ شمیرل کیدل  . زه هم ددغو نیمګړو کسانو په ډله کی راتلم . یو له دلایلو څخه چی ځان می نیمګړی ګاڼه ، هغه دا وو چی زه دجامدو کانو متخصص وم لکه مس ، اوسپنه او نور . دګازو او اوبړنو موادو د کانو خبره بیخی بیله برخه  ده چی زما تجربه پدی اړه ډیره نیمګړی وه .


ددی ډول سترو پروژو د فنی څیړلو صلاحیت خو  ما اصلا ځان ته نه ورکاوه ، مګر دنیکه مرغه دغی پروژی په څیړلو کی یوازی اقتصادی او سیاسی اړخ مطرح وو،  نه فنی او مسلکی . ځکه نو ماهم ځان ته د ورګډیدو حق ورکولای شو . هغه زمان دا پروژه یوازی د ( تاپ ) په حالت کی وه یانی ( ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ) او هندوستان لا هغه وخت ددی پروژی سره دیوځای کیدو لیوالتیا نه وه ښودلی .


د وړاندی شوی پروژی دپاره د نل لیکی خط د تمویل کونکو د اړتیا له مخی داسی په يام کی نیول شوی وو چی د ترکمنستان د دولت اباد نه دهرات او کندهار د لاری په پاکستان کی دبلوچستان تر ګووادور  بندره پوری باید غځیدلی وای ، مګر د کانو او صنایعو په وزارت ددی خط سره د حکومتی چارواکو په سپارښت یو ډول سیمه ایز چلند وشو . خدای بخښلی قریشی د وزارت دکانو د چارو معین سره لدی چی دجمعیت اسلامی د غړی په توګه یی دنظار شورا استازیتوب کاوه ، یو نرم او ډیر شریف سړی وو ، د یو څو تنو نورو سره یی دپروژی په منلو کی پر دی شرط باندی ټینګار کاوه چی باید نل لیکه دبغلان ، سالنګ ، چاریکار او کابل دلاری و پاکستان ته تیره شی .


زما وړاندیز داسی وو چی باید دهغوی لخوا د ټاکل شوی خط سره موافقه وشی او دلایل می داسی په ګوته کول : ۱ ـ ددی بلی لاری څخه واټن ډیر زیات اوږدیږی . ۲ ـ د نل لیکی د تیرولو چاری ددغی غرنی سیمی د لاری خورا ډیری ستونزمنی کیږی . ۳ ـ پدی توګه د پروژی لګښوتونه څو برابره جګیږی .     ۴ ـ دلګښتونو دومره زیاتوالی د ګاز قیمت ډیر لوړوی . ۵ ـ ددغو لاملونو له مخی دا ډار شته چی د ګاز مصرف کوونکی او د پروژی تمویل کوونکی د پروژی نه د افغانستان دلاری صرف نظر وکړی او د ایران وړاندیز ته لبیک ووایی چی دهغه هیواد دلاری یی وغځوی اویا پخپله د ایران سره دهغوی د ګازو د رانیولو قرارداد وکړی . ۶ ـ د پروژی د اوسنی وړاندیز شوی خط دلاری دهیواد لویدیز او جنوبی ولایتونه لکه بادغیس ، هرات ، فراه او کندهار د نورو سوزیدونکو توکو سرچینی لکه د ډبرو سکارو کانونه او نور نلری ، نو ددغو سیمو د اوسیدونکو سره به هم مرسته وشی چی له ګاز نه ګټه واخلی ، داځکه چی ټول افغانستان یو هیواد دی او پکار ده دهغوی ستونزو ته هم پاملرنه وشی .خو نورو کسانو ظاهرا یوازی دا دلیل ښوده چی کابل دهیواد  پاتخت دی باید ډیره پاملرنه ورته وشی .


 د پروژی وړاتدی کوونکو هیوادونو رښتیا هم د لوړو ستونزو له مخی د سالنګ لاری ته غاړه نه ایښوده . تمویل کوونکو د ارجنټاین د بریداس کمپنی سره د نل لیکی دغځولو قرارداد لاسلیک کولو وعده کړی وه او هغوی د کابل په ښارنو کی دخپلی نمایندګی دپاره یو لوکس بلډینګ کرایه کړ او چارواکو ته یی غوړی میلمستیاوی اودرانه سوغاتونه په پوره سخاوت سره پیل کړه . نوموړی کمپنی افغان لوری ته دپروژی په منلو کی د ګټورو شرایطو وعدی ورکولی . دنل لیکی دخط پر ټاکلو لاهم چنی روانی او ټولی خواوی لا یو دبل وړاندیز ته پوره اماده شوی نه وی چی د ۱۳۷۵ کال دمیزان پر پنځم ماښام دنظارشورا دطالبانو دیرغل په وړاندی عاجزه او دشمال په لور و تیښتی ته اړوتله .


طالبانو خپل د واکمنی سره سم دنل لیکی دپاره دټاکلی وړاتدیز شوی خط سره موافقه وکړه او پدی لړ کی دا یوه ستونزه خو ګویا حل شوی وګڼل شوه . طالبانو په ډیرو چینه بازیو او رنګارنګ فشار سره د بریداس پر کمپنۍ دا ومنل  چی د پایپ لاین دلاری په اوږدو کی به پاخه دموټرو سړکونه او د اورګاډی پټلۍ  جوړوی ، دلاری ټولو ولایتونو ته به ګاز رسوی ، د برق دتولید دستګاوی به جوړوی ، دصنعتی پارکو په پراختیا کی به مرسته کوی او یو لړ نوری اسانتیاوی . ترکمنستان او پاکستان د طالبانو ددی وړاندیز سره هم موافقه وښوده چی ددغی نل لیکی دلاری به د افغانستان یو مقدار ګاز هم چی کچه می اوس پیاد نده ، پاکستان ته دټاکلی قیمت په مقابل کی  لیږدول کیږی .


دا یوه خبره هم دلته دیادولو وړ بولم : ما یوه ورځ د بریداس کمپنی استازی ته په ضمنی ډول د عینک د مسو د کان او د هغه د زیرمو قصه وکړه او دی می وهڅاوه چی دخپلو مشرانو سره پدی اړوند خبری وکړی څو دلته هم د پانګی اچونی په اړه سوچ ووهی . هغه چی پدی اړه یی هیڅ مالومات ندرلود ، حیران پاته شو . څو میاشتی وروسته یی چی دا وخت طالبانو د کابل د ارګ واکمنی تر لاسه کړیوه ،  د مسو دیو تکړه کارپوه سره یو هیات راولیږی . د خبرو اترو د پاره د افغان لوری نه د ماهرانو یوه ډله جوړه شوه چی مشری یی زما پرغاړه وه .  خدای بخښلی دیپلوم انجینرمحمد امین صادق چی په هیواد کی یواځنی دجامدو کانو پیاوړی کارپوه پاته وو  او د کرزی صاحب د حکومت د کانو او صنایعو د وزیر انجینر جمعه محمد محمدی سره په پاکستان کی د یوی هوایی پیښی ښکارسو ، هم د افغانی ماهرانو په ډله کی راسره وو ، روح دی ښاده وی . ډیر کلونه کیدل چی دځمکی دلاری عینک ته نه وم تللی خو د بریداس د استازو سره د ځمکی د لاری عینک ته ولاړم . کله چی می هلته دتنظیمی ناورین او چپاول نښانی ولیدی ، سترګی می د اوښکو ډکی شوی . هغه قیمتی ماشین الات  چی می پرخپل وخت دکانو او جیولوجی دسروی ریئس په توګه ددغه کان دپاره برابر کړی وه ، دخاورو سره می خاوری ولیدل . د بریداس استازی چی یو پوخ سپین ږیری جیولوجست وو ، زما په حالت پوه شو او ویی ویل چی داپیښی تاریخ ډیری لیدلی دی او ستاسی وطن خوبیا سرترسره یو په بل پسی ددا ډول ناخوالو سره لاس او ګریوان دی ، دسمون هیلی دلاسه مه ور کوی .  دکان بیلابیلی برخی مو هغوی ته وښودلی اوبیا مو څو ورځی دکان دزیرمو دمحاسبی اسناد ورسره وڅیړل .  دوی پدی قانع شول چی دلته دنړی دمسو ستری زیرمی پټی دی ،  د نه منلو تر بریده  ورته په زړه پوری وګرځید اووعده یی وکړه چی خپل چارواکی به و پانګی اچونی ته  لیوال او وهڅوی . مګر دهغوی لخوا لا پدی هکله احوال نه وو رارسیدلی چی دبریداس کمپنۍ ته چلنجونه راپیداشول . داځل د امریکا د یونیکال کمپنی چی د ګازو دنل لیکی په چارو کی اوږده تجربه لری ، پدی اړوند د یوه پیاوړی سیال په توګه د بریداس په وړاندی ودریدل او خپلی څانګی یی په کابل او کندهار کی پرانیستلی . پدی وخت کی بریداس افغان لوری ته د ډیرو زیاتو امتیازونوپه ورکولو سره غوښته د چارواکو موافقه ترلاسه کړی ، خو یونیکال بیا دیوی خوا دسیاسی فشارونو څخه کار اخیست او دبلی خوایی شپږ نوری ستری مشهوری نړیوالی کمپنی د ځان سره ملګری اودبریداس په وړاندی یی یو داسی پیاوړی چتر جوړ کړ چی مقابله ورسره اسانه کار نه وو . که څه هم دی کار بریداس ته کشت ورکړ او میدان یی پر تنګ کړ ، خو اړوند قرارداد هیڅکله هم دچا سره لاسلیک نشو ځکه چی ایران شمالی ټلوالی ته بیحسابه مرستی پیل کړی څو دنل لیکی دخط په سیموکی دجنګ اورتازه وساتی . کله چی طالبانو اخر داسیمه هم دخپلو مخالفانو څخه پاکه کړه ، له بده مرعه دا هغه وخت وو چی القاعده نور امریکا ته دخپل لستوڼی مار ګرځیدلی وو ،هر ګړی به یی ګریوان ته لاس ور اچاوه او دهغو زهرو مزه یی ورباندی څکله چی پخپله یی په نیښ کی ورته پاخه کړی وه . پدی توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ ناندریو زور واخیست ، طالبان په نړیواله کچه تجرید او بندیزونه ورباندی ولګیدل . ددی سره سم نل لیکه هم د ورځی له اجندا نه ووتله .
په ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشری دنړیوال وسلوال ائتلاف دهوایی بمباریو په مټ دطالبانو داسلامی امارت تر نړیدلو وروسته دنل لیکی پروژه یو ځل بیا د اړوندی اجنذا په سر کی راغله او د ورځی توده خبره وګرځیده . لدغه وخت نه هندوستان هم چی نور دسیمی یو ستر اقتصادی ځواک ګرځیدلی وو او دی انرژی ته یی اړتیا په بیساری توګه زیاتیده، ددی پروژی سره د ګاز د پیرودونکی په توګه یوځای شو . پاکستان که څه هم هندوستان ته ددی پروژی په ګټی رسیو باندی خوښ نه وو ، خو داچی دغی نل لیکی بیا پاکستان ته هم د خپلو اقتصادی ګټو تر څنګ د هند په وړاندی په سیاسی معاملو کی یو توس پلاس ورکاوه نو یی په ډیره مینه موافقه وښوده . دا هغسی یو توس دی چی افغانستان یی د پاکستان په وړاندی کارولای شی او داچی دپاکستان سیاستوال د توس په کارولو کی تر افغانی سیاستوالو زیاته وړتیا لری نو کولای شی دافغان لوری په پرتله ډیره ګټه تری نه پورته کړی .
لنډ اړین مالومات :  دنل لیکی ټول اوږدوالی ۱۷۰۰ کیلو متره سنجول شوی چی نژدی نیمه برخه یانی ۷۵۰ کیلومتره یی یوازی دافغانستان په خاوره کی تیریږی . پر دغی پروژی باندی د ۶،۵ څخه تر ۸ میلیارډ ډالرو پوری لګښتونه اټکل شوی دی . دنل لویوالی د ۵۶ انچو په قطر ټاکل شوی او په پام کی ده چی کار به یی په ۲۰۱۲ کال کی پیل او د دوو کالو په موده کی په بشپړ شی . په نطر کی ده چی پاکستان ، هند او افغانستان به ددغه نل دلاری له نوموړی ګازو څخه  دیرش کاله ګټه واخلی او دوروستی سرنوشت په هکله به یی هغه وحت دحالاتو سره سم فکر وشی . انسانان اوس دیوی نه ختمیدونکی انرژۍ دسرچینو پیداکولو په لټه کی دی . اړتیا داسی یوه مور ده چی هر ډول بچیان زیږولای شی ، ددی خبری مانا داده چی دیرش کاله وروسته کیدلای د انرژۍ نور شکلونه را پیداشی چی له ګاز نه به هم ارزانه وی . داخبره هم باید هیره نکړو چی ګاز یوه لایزاله زیرمه نده او کیدلای شی دیرش کاله وروسته دترکمنستان زیرمی نور ددومره ګاز د خرڅولو توان دلاسه ورکړی . که هرڅه پر همدغه حال پاته وه نو همداسی  په نوو شرایطو سره دوام ومومی . د اوسنی قرارداد له مخی به پاکستان او هند هر یو په کال کی دیرش دیرش میلیارډ مکعب متره ګاز ترلاسه کوی . زما په اند به دسیمی په کچه ددغی نل لیکی ګټه تر ټولو زیلته دسیمه ایز ټیکاو په برخه کی وی او یو داسی باوری پوتنشیال به رامنځته کړی چی دافغانستان او پاکستان ترمنځ او همدارنګه د پاکستان او هند تر منځ به کړکیچونه ترلویه بریده په سمیدو کړی او داهغه څه دی چی په نړیوال ټیکاو کی به مرسته وکړی . 
 داچی افغانستان داګړۍ دخپل کړکیچمن تاریخ په ډیر ستونزمن پړاو کی شپی تیروی نو زه ددی هیلی سرچینی په ټوکیدو وینم چی له هربل هیواد نه به یی افغانستان ته ډیره ګټه ورسیږی . زما په اند داګړۍ نوموړی نل لیکه دافغانستان لپاره دعینک دمسو تر معدن هم دزیات اهمیت درلودونکۍ ده . افغانستان ته د نل لیکی نه داټکل شوو ګټو یو لنډکۍ نیمګړۍ لړلیک په لاندی ډول یادولای شو :
لومړۍ ـ په اقتصادی ډګر کی  :  پدی برخه کی افغانستان ډیر څه ترلاسه کوی ، لکه :


 الف ـ  په زرګونو کسانو ته به کار پیداشی اورسره سم به دکورنیو عواید جګ ولاړ شی .


ب ـ افغانستان به هرکال د ګازو دتیرولو دحق العبور پخاطر شاوخوا ۴ سوه میلیونه ډار پلاس راوړی .


 ج ـ افغانستان به دپروژی د بشپړیدو په پای کی د دوو کالو په موده هرکال ۱،۸ میلیارد مکعب متره او وروسته به هرکال ۵،۱ میلیارډ مکعب متره ګاز ددغی نل لیکی څخه تر لاسه کړی  .


 د ـ ددغه ترلاسه شوی ګاز پربنسټ به په اړوندو ولایتونوکی داړتیا سره سم په سل ګونو میګاواټه حرارتی برق تولید شی.      ه ـ همدارنګه دکیمیاوی سری فابریکی ددغه ګاز په مټ په يام کی نیولی شوی چی ددغو فابریکو او حرارتی برق د سټیشنو پخاطر اسیایی پرمختیایی بانک د پانګی اچونی وعدی ورکړیدی .


و ـ دکندهار او هرات صنعتی پارکونه به یی پر بنسټ پراختیا ومومی او دمنځته راعلی اسنتیاوو څخه به یی ګټه پورته کړی .                                                                                                                                              ز ـ ددی پروژی بریالۍ پرمختګ به کورنی او بهرنی پانګوال و هڅوی څو په نورو برخوکی پانګه اچونه وکړی . دبیلګی په توګه تیره ورځ دافغانستان دلاری ایران ته د تاجکستان د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا دلیږدولو پر خبره د ایران اوتاجکستان تر منځ هوکی وشوه چی دافغانستان په خاوره کی به زرکیلو متره واټن ووهی . لدی نه وړاندی دتاجکستان او پاکستان ترمنځ هم ورته هوکی شوی وه . د تیرو څو کلونو په موده کی دنل لیکی دچارو مثبت پرمختګ ان دعینک دکان پر قرارداد باندی دچین سره زه بی تاثیره نشم ګڼلای .
دویم ـ په سیاسی ډګر کی : اقتصاد دبیخ جوړښت ( زیربنا ) په توګه دټولنی پر ټولو سرجوړښتی ( روبنایی ) برخو خپل نیغ اغیز ښندی چی دلته هم د استثنا خبره ځای نلری . سیاست چی د روبنایی چارو یوه مهمه برخه ده ، په افغانستان کی به لوړ یاد شوی اقتصادی پرمختګونه  سیاست هم ترخپل نیغ اغیز لاندی راولی . په سیاسی برخه کی کیدلای شی دلاندی ګټو یادوونه وشی :                                                                                                                                              الف ـ دسیمی اړوند هیوادونه به دمجبوریت له مخی و دی ته وهڅیږی څو په افغانستان کی دیوه داسی قانونی دولت د منځته راتلو په چارو کی مرسته وکړی  چی دخپلو نړیوالو مکلفیتونو د ترسره کولو جوګه وی .


ب ـ په سیمه کی دمتقابلو ملی ګټو په پام کی نیول : له بده مرغه په سیمه ایزه کچه دلته ډیر کم داسی حکومتونه منځته راغلی دی چی خپلی ملی ګټی دګاونډیانو د ورته ګټو په نظر کی نیولو سره تعریف او ساتنه یی وکړی . دلته راغلو حکومتونو تل یاهرڅه ځان ته غوښتی او یا یی هرڅه دخپلی بیکفایتۍ له مخی نورو ته ورکړیدی . زما په اند ددی ناخوالی یو له پیاوړو لاملونو څخه همدا وو چی ددغو هیوادونو ترمنځ داسی اقتصادی ټینګو مزو شتون ندرلود چی نوموړو هیوادونو ورڅخه پریکون کولای نشو . دانل لیکه اود بریښنا لینونه به هغه مزی وی چی دسیمی دهیوادونو روا ګټی به داسی یو له بله سره وتړی چی دوی به مجبوره وی یو دبل ګټی په پام کی ونیسی او درناوی ورته وکړی .                                                   ج ـ لوړ او ورته نور لاملونه چی دا ډول مزی به یی وزیږوی ، داټول به لاس سره ورکړی څو دجنګی جغرافیی لمن له سیمی نه ټوله کړی کنه نو په دوام کی به یی د ټولو ګټی په خطر کی ولویږی .
دریم ـ دسولی او امنیت په برخه کی :  دسیمی دهیوادونو لوړی اقتصادی او سیاسی ګټی هغه وخت په ښه ، اسانه او ارزانه توګه تامین کیدلای سی چی په افغانستان کی سوله ترلاسه، امنیت ټینګ  او تلپاتۍ ټیکاو منځته راغلی وی . ددی دپاره پکارده چی :


الف ـ پاکستان به په افغانستان کی و امنیت راوستلو ته لیوال شی او دسولی په چارو کی به دخپلو ګټو پخاطر د زړه له تل نه هلی ځلی وکړی . داخبره تر لمرسپینه ده چی د پاکستان صادقانه هلی ځلی پدی کار کی بی اغیزه نه پاتی کیږی .


 ب ـ د سولی په راتګ سره به خارجی وسلوالو قوتونو ته نور دلته دپاته کیدلو بهانه له منځه ولاړه شی او افغانستان کی به دی کارته لاره خلاصه شی څو د رښتینو دموکراتیکو انتخاباتو دلاری دټولو پرګنو دخوښی داسی یو دولت منځته راشی چی د پاکستان او نورو ګاونډیانو سره دمتقابلی دوستۍ اړیکی وساتی او دخپلو نړیوالو مکلفیتونو د ترسره کوو جوګه وګرځی . 


 ج ـ  دهیواد په دننه کی تر اوسه پوری د دولت د وسلوالو مخالفانو له ډلی نه د اسلامی ګوند مشر ښاغلی حکمتیار دیوی اعلامیی په ترڅ کی دنل لیکی ملاتړ کړی او ویلی یی دی چی دده جنګیالی به نه یوازی دنل لیکی دکار مخنیوی نه کوی بلکه وهر ډول مرستی ته یی اماده ګی ښودلی ده . زه دا کار دامنیت او سولی رامنځته کیدو په موخه دنل لیکی داغیز ښندلو لومړی نیکمرغه نښه بولم چی زما دهیلو ښکارندویی کوی . خدای دی وکړی چی زما وړاند ویینی د واقعیت سره سمون وخوری . زه غواړم پر دی باور ټینګ پاته سم چی طالبان که څه هم پدی هکله تر اوسه پوری پټه خوله پاته دی ، په عمل کی به د پروژی دچارو په پرمختګ کی د خنډونو لامل ونه ګرځی. دا ځکه چی ددولت د وسلوالو مخالفانو له ډلی نه دوی ته تربل هرچا زیات افغانستان ته ددی پروژی ګټورتوب معلوم دی . 
په هیواد کی دیوی تلپاتی سولی په هیله !
پای