بلخ: اوسني اربکيان پخواني توپکيان دي

34 | جنوري 10th, 2011


د بلخ ولايت اوسېدونکو نن د مزارشريف په ښار کي وويل چي د دې ولايت اربکيان يا سيمه ايز پوليس په نا امنيو کي لاس لري او په يوه او بل نامه خلګ ځوروي، پيسې ځني اخلي او غلاوي ځني کوي.
د بلخ ولايت پښتنو اوسېدونکو چي په مزار شريف کي يې غونډه جوړه کړې وه، له دولت څخه وغوښتل چي د اربکيو په نوم وسله والي ډلي بې وسلې کړي، ځکه چي دوى د قومونو ترمنځ تعصب او تاوتريخوالي ته لمن وهي.
د غونډي برخه والو وويل چي اوسني اربکيان ټول پخواني توپکسالاران دي، فقط پخوا ناقانونه ملېشې وې، اوس يې د قانون تر چتر لاندي د اربکيو په نوم خپلو پخوانيو ظلمونو ته دواورکړى دئ.
د غونډي يوه برخه وال د آزادۍ راډيو ته وويل چي دغه اربکيانو په پارلماني ټاکنو کي د خپلي خوښي وړ کانديدانو په ګټه په رايو کي درغلۍ هم وکړې او همدا راز يې د دوى د ناخوښه کانديدنو په سيمه کي بې امنۍ جوړي کړې او د انتخاباتو کميسون يې دې ته اړ کړي چي په نا امنو سيمو کي د رايو مرکزونه وتړي.
د آزادۍ راډيو خبريال وايي د اربکيانو په هکله يې د بلخ د امنيه قومندان نظر وپوښتئ، خو نوموړي په دې هکله له څه ويلو ډډه وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024