د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن د قرطبه کالج او يونيورسټۍ يونټ سازي

د لراوبر اداره | جنوري 9th, 2011


نن د پښتونخوا ستوډنټس ارګنايزيشن قرطبه کالج او يونيوسټۍ يونټ سازي وشوه.چې پکښې د پښتونخوا ايس او صوبايي معاون سيکرټري نور احمد شاه خجک او پښتونخوا ايس او صوبايي معان سيکرټري امتياز خان ګډون درلود.غونډه کښې د قرطبه کالج يونټ سازي وشوه چې ايلم افغان د يونټ سيکرټري په حيث وټاکل شو،حادي الله ارسلان د سينئر معاون په حيث ورسره سيد اظهار خان،طلت خان او رياض خان د معاونينو په حيث وټاکل شول.غونډه کښې ملګرو د پښتونخوا ايس او په اهدافو او ايئن خبرې وکړلې.


د غونډې صدارت د پښتونخوا ايس او صوبايي معاون سيکرټري ملګري نوراحمد شاه خجک وکړو.په ويناګانو کښې نور احمد شاه او امتياز خان زياته کړه چې په نن وخت کښې پښتونخوا ايس او د پښتنو ځوانانو يواځينى تنظيم دى چې هغه د نوؤ ځوانانو سياسي او ملي روزنه کوي.او هغو ته خپل ملي مسائل په ګوته که يي او د هغې د حل دپاره ورته لاره ښايي.ځوانانو ته خپله تاريخي جعرافيايي او اقتصادي مسائل په ګوته کوي.غونډه کښې ملګرو زياته کړله چې زمونږ وطن د دهشتګردۍ په ناروه ناتار اخته دى.او مسلسل په تيرو ٣٢ کلونو کښې پښتانه په يوه نامه يا په بله نامه وژلى کيږي.


دا وخت پاکستان کښې د پښتنو سره ډير ناروه سلوک راوان دى.او پښتانه يې په داسې غلامۍ اخته کړي دي چې هم زهني غلامان دي،هم بدني غلامان دي او هم وطني غلامان دي.د دې غلامۍ نه د خلاصون د پاره پکار ده چې ټول ځوانان په يو پليټ فارم د پښتونخوا ايس او په شکل راغونډ شي.او هغه خلک چې په حقيقت نه دي پوهه او د پاکستان ميډيا او نصابونو په تياره کښې ساتلي دي.په دې خبره خبر کړي چې مونږ څوک يو،زمونږ مسايل څه دي او د هغې حل څه دى.

Copyright Larawbar 2007-2024