تازه خبر : پنځه بهرني پوځیان ووژل سول
پنتاګون خبر ورکوی چی طالبانو په تیرو څلورو ورځو کی څلور امریکایی پوځیان وژلي دي چی د دې جملې څخه دوه یې د جنورۍ پر پنځمه په ننګرهار ولایت کی مخامخ ویشتلي او له منځه وړي دي او دوه نور یې هم وړمه ورځ په لوګر ولایت کی وژلي دي خو دا یې و نه ویل چی هغوی ماین والوزول او که د مرمیو ښکار سول .
د یو بل خبر له مخی چی ناټو ورکړ ، نن د افغانستان په جنوب کی ماین یو خارجی عسکر ووژﺉ خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ .
په دې سره د جنورۍ په نهو ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۱۲ ته ورسېدل چی ۸ یې امریکایان دي .