هلمند: پنځه تنه په بيلا بيلو پېښو کې ووژل شول

34 | جنوري 10th, 2011


دهلمندولايت مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې درې کسه دنوموړي ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې دبهرنيوځواکواو وسلوالو طالبانوترمنځ په نښته کې وژل شوي او دوه تنه نوريي ديوه توغندي دراپريوتو له امله وژل شوي دي.
رپورټونه وايي چې په وژل شووکسانوکې يوماشوم هم شامل دى.
تراوسه دانه ده څرګنده چې نوموړي کسان دبهرنيوځواکونواووسلوالوطالبانو په ډزوکې وژل شوي او که په بله کومه پېښه کې.
په ورته وخت کې دنادعلي ولسوالۍ په مانګي سميه کې په يوه کورديوه توغندي دراپريوتو له مله دکورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې تنه نور يي سخت ژوبل شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024