ژورناليستان د سرنويشت ورځپاڼي مشر اسدالله وحيدي ملاتړ کوي

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2011


د لراوبر ادارې ته د هيواد دننه او بهر څخه په پرله پسې توګه پيغامونه راځي چي په ټولو کي د سرنوشت ورځپاڼي اسدالله وحيدي نيول کېدل غندل سوي او د نوموړي د ژر خلاصون غوښتنه سوې ده ، لراوبر په افغانستان کي د مطبوعاتو ازادۍ ته د احترام په خاطر د نوموړي نيول غندي او د خلاصون غوښتنه يې کوي .


نور پيغامونه او تبصرې :


د پكتياپريس كلب)PPC( د وحيدي نيول غندي!
د پكتيا دازادو ژورنالستانومركز)پكتياپريس كلب( په كابل كې د سرنوشت ورځپانې د مسول مدير اسدالله وحيدي نيول په كلكه غندي .او دا كار د بيان د ازادۍ په مرۍ پښه ايښودل بولي .
پكتيا پريس كلب دټولوازادو ژورنالستانوڅخه غوښتنه كوي چې د ښاغلي وحيدي له حقه په كلكه ننګه وكړي . او هغه چارواكي چې د حقيقت اوريدو زغم نه لري . د هغو په وړاندې كله هم غلي پاتې نشي.
نوبياهم له ټولوچارواكوغوښتنه كوو چې د ژورنالستانو په وړاندې خنډونه نه جوړوي اوڅومره چې ژركيږي اسدالله وحيدي خوشى كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024