کوټه : نوي کلي ته د ګيس نل ليکه پرانستل سوه
د کوټي په نوي کلي کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سيمه ايزو مسولينو په هڅو د ګازو نوې نلليکه پرون په رسمي ډول پرانستل سوه ، له کوټي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مطبوعاتي دفتر وايي چي په دې سره به د سيمي د اوسيدونکو د ګازو د کمښت ستونزه له منځه ولاړه سي .