یو امریکایی جګړن په خوست کی مړ سو
امریکایی خپرونه ( انسایډ بې ایریا ) د مقتول د ۷۸ کلنی مور له قوله کاږی چی یو ۴۷ کلن امریکایی جګړن د جنورۍ پر ۱۲مه په خوست کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله مړ سو . دغه افسر په عراق کی هم وظیفه اجرا کړې وه او د یو کال راهیسی په افغانستان کی و . هغه دوې هفتې وروسته امریکا ته روان و چی اجل راټینګ کړ .
په دې سره د جنورۍ په روانو ۲۰ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۶ ته ورسېدل .