دولت بزګرانو ته کرهنيزي مسلکي زده کړي ورکوي

د لراوبر اداره | جنوري 20th, 2011


دغه خبره نن کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کي د ملي اردو د اول کنډک قومندان ډګرمن توريالي د ژړۍ ولسوالۍ قومي مشرانو ته د جوړي سوي  غونډي پرمهال وکړه.
 
په دې غونډه کي د ژړۍ ولسوالۍ د نلغام، سنګسار، دېوال او اکو خيلو کليو شا وخوا ٥٠٠ تنو قومي مشرانو او سپين ږيرو برخه اخستې وه.
 
ډګرمن توريالي د غونډي برخوالو ته وويل چي دوى په دې ولسوالۍ کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال د اوښتو مالي تاوانو د جبران لپاره ژمن دي او پر وخت وخت به ټولو کسانو  ته د اوښتي زيان په اندازه پيسې ورکړي. دغه زيان د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخي سل مليونه ډالرو ته رسيږي . خو افغان دولت يې تر اوسه دقيق ارقام نه دي وړاندي کړي .
 
ولسوال همداراز وويل چي دوى په پلان کي لري څو په هره اوونۍ کي د ٣ ورځو لپاره ددې ولسوالۍ ٣٠ تنه بزګرانو ته د کرهڼي په اړه مسلکي زدکړي ورکړي.
نوموړي وويل چي دا پروسه به تر هغه پوري دوام پيدا کړي تر څو چي ددې ولسوالۍ ټول بزګران په تخنيکي ډول وروزل سي.
 
ډګرمن توريالي وويل چي دوى به تر روزني وروسته دغو بزګرانو ته يو_يو کرهڼيزو کيټ هم ورکړي چي پکښي به يوه-يوه ځينه، دوې د تاک بيرۍ آرې او د دوا پاشلو يوه-يوه ډبه شاملي وي ، لراوبر ته له کندهاره په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي د سيمي خلک د ولسوال له خبرو خوښ برېښېدل او د اصلاح سوو تخمونو غوښتنه يې هم وکړه .

Copyright Larawbar 2007-2024