ایټالوﺉ پوځي د افغان عسکر لخوا وژل سوی و

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 20th, 2011


اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله لیکی چی وړمه ورځ چی د بادغیس په بالامرغاب کی کوم ایټالوﺉ عسکر وژل سوی او بل ټپي سوی و ، هغه طالبانو نه بلکی یو افغان عسکر ویشتلی وو . ناټو مخکی هغه د طالبانو حمله بللې وه خو نن یې خپل دا راپور اصلاح کړ . خبر زیاتوی چی دغو ایټالوي پوځیانو په یوه ګډه پوسته کی خپلی وسلې پاکولې چی دا مهال یو افغان عسکر ورته راغی او خواهش یې ځنی وکړ چی زما وسله هم په خپلو سامانو سره راپاکه کړﺉ . هغوی ورته وویل چی لومړی باید هغه د مرمیو څخه تشه کړې . نو دغه افغان عسکر هم هغه په دوی کی تشه کړه او په تیښته بریالی سو .
بلخوا ، د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی تر دغه راپور مخکی لا یعنی پرون رسنیو ته ویلی وو چی یو افغان عسکر دوه بهرني پوځیان په بادغیس کی ووژل او بل یې زخمی کړ او طالبانو ته یې د خپلی وسلې سره پناه راوړه ، خو ناټو دا ده نن د قاری یوسف ادعا تصدیق کړه مګر یو پوځی منی نه دوه .

Copyright Larawbar 2007-2024