کور / شعر / ترخه يادونه

ترخه يادونه

ماوې قلمه څوشعرونه دمستئ وليکه
يوڅويادونه دخوبانوددوستئ وليکه

ځما دعمردځوانۍ رنګين مهال وليکه
راته سرې شنډې اودټنډې شينکۍ خال وليکه

رايادې ماته دېارزلفې کړه،ترې ولونه جوړکړه
بيا مې پرې وزنګوه ماته ،ترې ټالونه جوړ کړه

قلمه ته راته په سپين مړوند خوبونه ليکه
ديارپه غيږ کې دخوبونوټول خوندونه ليکه

ځما دژوندخوږې شيبې راته په خوندوليکه
چه پرې خوښيږم ته همغه شپې دژوندوليکه

ياد کړه قلمه هغه وخت چه ويردغم نه وو
داوروروژنه نه وه،کورپه کورماتم نه وو

فرض کړه قلمه چه موږهيچازورولي نه وو
فرض کړه چه هيچا په ورورۍ کې غولولي نه وو
زمونږ دصف ملګرومونږپه چاپلورلي نه وو
ياېې پخپله پخپل لاس له شا وهلي نه وو

دانابللي ميلمانه مونږته راغلي نه وو
داولسونه مو پخپل کور چا ښکنلي نه وو
زمونږ کورونه په بمونو چاويشتلي نه وو
زمونږبچيان راته په سپيو چا داړلي نه وو
زمونږ دپلار لاسونه شاته چا تړلي نه وو
زمونږ د نيا ګنډونه،بل کوم چا رنځلي نه وو
زمونږځوانان چا په بمونورابارکړي نه وو
مونږ چا په خپل اولا درجن درجن وژلي نه وو
لا يي په خپل کورکې پردي مونږته ويلي نه وو
مونږه له خپله کوره چا په زور شړلي نه وو
زمونږ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
ماوې قلمه ګوره تاته سپارښتنه کوم
ځان دې سم پوه کړه زه له تا جدي غوښتنه کوم

زه نوردغميزوديادونو داستان نه غواړم
مه سپيړه غمونه، زه اسباب دخفګان نه غواړم
ځان پوه کړه قلمه دجګړو کوم بيان نه غواړم
زه ګوره خوښي غواړم نور ځان پريشان نه غواړم

ما وې قلمه ټول يادونه دخوښيو ليکه
خوږي سندرې ګوره ماته دښاديوليکه

خو خپل قلم راته په سپين کاغذ ،سره خط وليکل
له ډيره قهره يي ټول توري خورا غټ وليکل
وې پرې پوه شوم اوس نو لږڅه دقلم واوره
داستا غوښتنه زه په سر سترګو منم واوره
وې يي قيامه څه چه وينم ټول به سم ليکم
تاته به خوښئ ليکم دځان برخه به غم ليکم

خوداځماقلم دې مات شي ليونئ وختو
ماپرې چټي غوري کولې خندنئ وختو

ماته يوڅه وايي بل څه کړي خطاکار وختو
مدام غمونه خوټوي دغمو پلار وختو

دده خوښيږي چه هرڅومره ډير غمونه ليکي
داخپل قلم مې ژړوي ترخه يادونه ليکي