کور / کیسه / مورې!

مورې!

هـو مورې! دا منـم چې جسماً بـــه لـه تا لــری يمــه، خــو ګرانې مورې! دا هــم راســره ومنــه چــې روحــاًُ هـــره شیـبــه د خیال پــه زنګــینـه او زړه راښکونکې منظره کـې ستا د نورانــې مخ پــه ننداره یــم، او پـــه سترګــــو کـــې دی زمــا د مــاشـومتوب او ستـا د مهربانۍ ټـولــه تیره فلســفه لولــم، او ټـولــې خــوږې خــاطـــرې دی تر سـترګــو تیروم، خـو دغــه وخــت زه هــم ډیر درپسی ودردیــږم، او پـــه زړه کـــې مې د درد نرې نرې څړیکې غزونې وکړې، نو زه هم غیر ارادې شم، او نڅاپې مې له خولې دا چغه ووځې، چې مورې مورې چرته یې