کندهار: چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

34 | جنوري 21st, 2011


دکندهار ولايت څلورمه ناحيه کې سړک ته څيرمه ديوځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي .
دکندهار ولايت امنيه قومندان دپيښې پخلى کوي او وايي يوماين دوسله والو کسانو له لوري دپوليسو دلمنځه وړلو په موخه ځاى پرځاى شوى وو چې له امله يې ديوماشوم په ګډون دري ملکي وګړي ووژل شول اودرې نورټپيان شول .
هغه زياتوي په دغه پيښه کې پوليسو ته کوم زيان ندى اوښتى .

Copyright Larawbar 2007-2024