عراق : په بیلابیلو ځایونو کي یو شمېر چاودنو ځاني او مالي زیان واړوئ

مختار احمد احسان | جنوري 23rd, 2011


د عراق د حکومتي چارواکو په وینا د عراق په مرکز بغداد کي په پنځو بیلابیلو ځایونو کي د یو شمېر چاودنو له امله لږ تر لږه شپږ تنه له منځه تللي او ۳۰ نور زخمیان سوي دي .

راپورونه لیکي چي یوه چاودنه پر پولیسو، دوهمه هوټل ته څېرمه، درېیمه پر عام سړک، څلورمه په یوه تجارتي سیمه کي او پنځمه یې د ایراني مسافرینو په یوه بس کي رامنځته سوه .

عراق په وروستیو ورځو کي د بیلابیلو دوام لرونکو چاودنو سره مخ سوئ دئ . تېره اونۍ هم په ځینو ښارونو کي بمي چاودني رامنځته سوې، چي په نتیجه کي یې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل سول .

Copyright Larawbar 2007-2024