د کار خلک له واکه لری ساتل کیږی

د لراوبر اداره | جنوري 23rd, 2011


که څه هم په اوسنی افغان دولت کې د پښتنو په نومونو باندی یو شمېر وزارتونه ،ولایتونه،ریاستونه د پښتنو په نوم داسی پښتنو ته  ورکړل شویدی چې دوی هم د نورو په څیر په پښتنو باندی روانی خبری نشی کولای .


 زما یو ملګری چې د همدغو شته وزیرانو په یو ساحتمانی شرکت کې کلونه وړاندی کار کوه راته یوه ورځ کیسه کوله چې زه د فلانی وزیر له زوی سره په دفتر کې کار کووم او زیاتره کارونه او مسولیتونه راسپارلی هم دی ده وویل چې جالبه هم لا دا ده چې زه د ختیځ کونړ ولایت اوسیدونکی یم او زده کړی مې د کوزی پښتونخوا په ایالات کې بشپړی کړې چې دری ژبه می یو څه کمزوری وه نو د محترم وزیر صیب له زوی سره چې وزارت هم د پښتنو په نوم ورکړل شوی دی کار کولو نو دی غریب په پښتو باندی خبری نشوای کولای نو مابه ورته کله کله ویل چې دا ولی پښتانه یاست او په پښتو خبری نشی کولای نو هغه راته ویل چې موږ ټول په کور کې دری وایی او پښتو څوک نه وایی نو له ماسره چې دری می نه وه زده نو دواړو به انګلیسی باندی خبری کولای او ددفتر کارونه مو هم پر مخ وړل چې له یو څه مودی وروسته ورسره ډیر تنګ شوم  نو دفتر مې ورته خوشی کړ او بله دنده می ځانته پیدا کړه چې اوس له هغه ځایه ډیر خوشاله یم.


دغه کیسه مې په دی پوری وکړه چې ښاغلی ولسمشر کرزی د خپلو مشاورینو په مرسته داسی خلکو ته د پښتنو په نوم وزارتونه ورکوی چې پښتو نشی ویلی نو هغه به خپلو خلکو ته خدمت څنګه وکړی چې له هغه سره په پښتو خبری نشی کولای،پکار خو دا ده چې په پلازمینی کابل کې پر دولتی دندو کې  دا معیار وګرځول شی ترڅو هغه کسان چې  په دواړو( پښتو او دری) ژبو باندی روانی خبری ونکړی شی نو هغه ته باید په دولتی لویو پوستونو کې ځای ورنکړل شی ځکه دا لویه ستونزه ده ځکه د ټول هېواد له وګړو سره مخ کیږی د بیلګی په ډول ووایو نو که د کونړ،ننګرهار،پکتیا،خوست،کندهار،هلمند،زابل اونورو لرو پرتو ولایتونو قومی مشران او خلک چې پلازمینی کابل ته راشی نو د کارونو پرمهال ورته ډیری ستونزی وی ځکه هغه خپلی ستونزی په بله ژبه نشی بیانولی لکه څومره چې په خپله ژبه بیانوی  او همدارنګه که پښتون په دری پوه نشی او د هېواد له کاپیسا،بدخشان،بامیان،تخار او نورو ولایتونو څخه  دری ژبی وروونه ورته راشی نو له هغوی سره  دهغوی په خپله ژبه خبری ونشی کړی نو داهم لویه ستونزه ده خو اوس مهال زموږ د اوسنی دولت مرستیالان،وزیران او هغه وزیران هم چې د پښتنو په نوم باندی وزارتونه ورکړل شویدی له هغه خپلو خلکو سره په خپله ژبه خبری نشی کولی او ژباړن ته اړتیا وی  نو هغه به د هېواد ستونزی  څنګه هواری کړی.


زه خپله هم له ورته یادی ستونزی سره مخ شوی یمه کله چې د ننګرهار له پوهنتون فارغ شومه نو ددندی پیداکولو په هڅه کې ومه نو داچی ټول عمر مې ننګرهار کې تیر شویوو او ذده کړی مې هم دلته کړیوی نو زما هم هغه مهال دری ژبه قوی نه وه او په ویلو کی معلومیدم چې ژبه مې نده ذده خو خپل مشکل مې حال کاوه پری ځکه چې په کابل کې په ادارو کې ورته اړتیا وه نو ددندی دپیداکولو لپاره هغه مهال د کار اوټولنیزو چارو وزارت پوری تړلی د قوای بشری لوی ریاست ته لاړم نو غوښتل مې چې له ریس سره وګورم ځکه د وزیر احکام راسره وه نو له ډیر تکلیف او انتظار وروسته مې چې د ښاغلی ریس دفتر ته ځان ورسولو نو خپل مشکل مې ورته بیان کړ نو هغه سم دستی راته وویل چې ولی دری دی نده زده نو ما ورته وویل په ننګرهار کې پاتې شوی یمه او سمه می نده زده شوی خو اوس بیا هم ښه یم خو هغه سم دستی راته وویل  ته خو افغان نه یی چې دری دی نه وی زده خو دلته ماباندی هم بد تاثیر وکړو که څه هم کار مې بند وو نو ما ورته وویل افغان ته نه یې له تاسره یوازی ددری ژبو کار نه وی بلکی له تاسره د ټول هېواد وګړی سرو کار لری نو د پکتیکا او کونړ پښتانه چې دلته راشی ته له هغه سره څه کوی ته باید پښتو زده کړی ځکه تاته مراجعین راځی خو هغه زما کار وځنډوه او تراوسه خدای شته چې پاتې شو او مایې بیا هم پوښتنه ونه کړه  ځکه له هغه ځایه مې ښه دنده پیدا کړه.


اوس راځم د خپلی لیکنی اصلی مطلب ته چې هغه اصلی پښتنو ته څوک په دولت کې ځکه ځای نه ورکوی چې هغه له هر چا سره په خپله ژبه خبری کوی او په خپله ژبه خبری کول خو په پلازمینی کابل کې ګناه بلل کیږی ځکه څوک ځای دغسی کسانو ته نه ورکوی،زه  د بیلګی په ډول کسان خو ډیر دی لکه ډاکتر اشرف غنی احمدزی،علی احمد جلالی ،محمداسماعیل یون،احمدالله علیزی ،دپوهاند رسول امین کورنۍ غړی دوست محمد امین،ډاکټر محمداکبر اکبر، حاجی سید داوود او نور خو له څو تنو څخه یې زه دلته یادونه کووم چې یو یې استاد محمد اسماعیل یون دی په افغانستان کې ټول خلک هغه پیژنی نو هغه ته څوک ځکه کلیدی پوست نه ورکوی چې هم پکار پوهیږی او هم له هری سېمی خلکو سره په خپله ژبه خبری کولای شی، تاسو باور وکړی که چیری د ټاکنو خپلواک کمیسون چاری ده ( یون ) ته سپارل شوی وی نو په ټول هېواد کې به ښی او شفافی وی او کومه ستونزه به نه وه رامنځ ته شوی لکه دا اوس چې ده، دومره زیات ددولت او خلکو  لګښتونه وشول چې په  کالکولټر باندی یې له حسابه وزی نو که دغه پیسی سهی او په ځای لګیدلی وی نو په افغانستان کې به یوه داسی لویه پروژه پری هم جوړیده چې د ټول هېواد خلکو ته یې ګټه رسولی خو اوس هم لګښت وشو او هم ټاکنی په هغه شکل کې دی، داسی ستونزی په ځای پرېښودی چې خلک یې احتمالی راتلوونکو خطرونو ته هک پک کړیدی.


که پدغه پوست باندی د استاد محمداسماعیل یون په څیر یو تجربه کار سړی وی نو کیدای شی دغه ستونزی  نه وی رامنځ ته شوی چې اوس ورسره  هېواد مخ دی.یون  د ټاکنو د چارو ښه تجربه هم لرله او په تیرو ټاکنو کې  د ختیځو ولایتونو ددفتر چاری چې ورسره وی  په ټول هېواد کې ولایتونه یې یوه نمونه کیدلی شی. بل د کار وړ سړی چې د کابل ولایت برحال مرستیال احمدالله علیزی دی د نوموړی کورنۍ د کندهار د بانفوذو کورنیو څخه ګڼل کیږی که ورته په دولت کې سم پوست ورکړل شوی وی نو کیدای شی د کار له پلوه یې ډیر کارونه کړیول ، څه موده وړاندی احمدالله علیزی په ننګرهار کې د مخدره موادو دریاست ددندی سربیره د ننګرهار مرستیال والی هم وو چې پدغه اته کلنه د کرزی په دوره کې د ننګرهار په مرستیال والیانو کې ثاری نه لیدل کیږی،نوموړی د مرکزی دولت ټول عوامر منل او دخلکو کار یې ورځو او شپو ته نه ځنډوه او په خپل وخت به یې ترسره کوه او تر مازیګر ناوخته به ددفتر دروازی یې د خلکو پرمخ پرانیستی وی ،د ویناوو له مخی چې نوموی په ننګرهار کې ښه کارونه ترسره کول نو د افغان دولت پیرزو نشو او ورته وویل شول چې پلازمینی کابل ته راشه او دلته به له لویو خلکو سره د بلدتیا ترڅنګ د یو ولایت چاری هم دروسپارل شی خو تر اوسه ورته هغه او دغه بهانی کیږی او کومه مثبته پایله یې نده لرلی او په همدی بهانه یې د ننګرهاره راوستو چې هلته خدمت ونکړی،نو که احمدالله علیزی د هېواد دیو ولایت والی وای او یا کومه بله لویه داسی دنده ورکړل شوی وای چې د خلکو تګ راتګ ورسره زیات وی نو نوموړی به د خلکو کارونه  ژر او په خپل وخت خلاصول او خلک به ورڅخه خوشاله ول ځکه خلک کار او خدمت غواړی او دا څیزونه په ده کې موجود ول  خو نوموړی ته څوک داسی مسولیتونه ځکه نه سپاری چې نوموړی کار کوی او دلته دکار خلک څوک نه پریږدی ،لویه بیلګه یې په پلازمینی کابل کې دولایت برحاله مرستیالې هم ده په کابل کې دده د مرستیالې پرمهال دوه والیان تغیر او تبدیل شویدی او تاسو یې له نږدی پوښتنه هم وکړه چې خلک له والی څخه ډیر خوښ دی او که د مرستیال څخه، خلکو ته والی ډیر کارونه خلاصوی او که مرستیال له نږدی دوالی دفتر او د مرستیال دفترونه وګوری او پوښتنه وکړی چې ده په شخصی لګښت باندی څومره جوړ کړی دی ،د کابل د ولایت مقام په هال اوادارو کې خلک له دوړو له امله ګرځیدای نشول خو ده ورته فرشونه راوړل او د خپل دفتر سربیره د ټول ولایت اداری جوړی او هال یی ورغوه اوس ورشی وی ګورې، خو ده ته څوک داسی دنده نه سپاری چې هغه خلکو ته خدمت وکړی نو که په افغانستان کې د افغان دولت دغه پالیسی وی نو ډیر ژر به یی ددولت پر ضد عوام راپور ته شی لکه دا اوس چې امنیتی ستونزی له ولسوالیو څخه ښارونو ته راغلی دی او ولسوالیو ته څوک په ډاډه زړه نشی تلای .


 زموږ وړاندیز دا دی چې افغان دولت مشرتابه باید په خپله دغه پالیسی کې تغیر راولی او داسی کسانو ته مسولیتونه وسپاری چې هغه د خلکو او خاوری لپاره کار وکړی نو دخپل ځان لپاره همداسی نوری هم ډیری بیلګی شته چې په ځینو ولایتونو کې هغه کسانو ته ډیره پاملرنه کیږی چې هغه باندی د خلکو باور کم وی او په زوره دولت  احتلاس او بډو ته لاره هواره وی او د خلکو غوصی راپاروی نو هیله ده چې افغان دولت دغه ستونزه درک او په عمل کې کوټلی ګامونه پورته کړی ځکه بیلګی دومره ډیری چې دغه لیکنه به په کتاب بدله شی که ټولو ته اشاره وکړو او دغه یوه نمونه وبولی.

Copyright Larawbar 2007-2024