کور / کیسه / د غوړو ټیم

د غوړو ټیم

نسیم په ښارکي اوسیدو دولتي دنده یې درلوده، ژوند یې برابر و، هغه د چا
خبره سترګي ور واوښتې، د کلیوالواو دوستانو د ناستي ولاړي او د مېلمانه
کورو له کلی چي به کوم ځوک را ختاشول د ده په کور کي به یې نوک نیولی و،
په شپو- شپوبه یې پښې غځولې وې، تر څو یې کار نه وای خلاص شواى همدلته به
خزه ول، له هندوستان چي به د سیمي مسافر راغلل د ټکسي دروازه به یې د ده
د کور تر مخ خلاصیده، یا چی به له وطنه ځوک راغلل کور به ورته مالوم نه و
په جاده کي به د بابا ولي په هوټل کی د نسیم تر راتلو پوري ناست و.
د بابا ولي هوټل د ټولو وطن دارانو د راټولېدو ځای و او هم ځړه
ګانوافسرانوکوټې پکي نیولې وې، د جمعې په ورځ خوجوړ غزني و.
نسیم د ملګرو، عزیزانواو وطن دارنو په ناسته ولاړه کي مالګه و، په جوړ نا
جوړ، خوښۍ اوغم کي به د ټولو په سترګو کي ځلیدو.
شپې ورځي همداسي تېرېدلې، چي د کابل پر ښار د وحشي توپان خونړۍ څپې راپرېوتلې .
ځو ورځي وروسته د بابا ولي هوټل ته راغلى، ګوري چي د هندوستان څخه مسافر
راغلي، د عزیزانو یې په لیدو سره په بدن کي وینه وغوړیده، له روغبړ
وروسته حاجي اکا تر لاس ونیو تر څنګ یې کښېناوو، په پوښتنه او خبرو کي د
چاینکو په خلاصیدو ونه پوهېدل، حاجي اکا شا وخوا وکتل سر یې ورنژدې کړ،
سوکه یې ورته و ویل :
– نسیم جانه! دا څو ورځي مو ستا انتظار کاو، ښه شو چي په خیر سره راغلې،
موږ د کلي دوکان ته په منډیې کي سودا واخستله، د پامیر د سینما تر څنګ د
موټرو په سرای کی مو راټوله کړې ده، نور کارونه خلاص شول، کومي پیسۍ چي
مو له هندوستانه رالېږلې د شهزاده په سرای کي پرتې دي، موږ چي هر څونه
چورت وواهو، د راوړلو لار مو پیدانه کړه حالات ډېرخراب دي ، اخېر پر دې
سلا شوو چي ته راسې او دا مرسته راسره وکړې، چي هغه پیسې راسره راوړې،
اوس به نو خدای کوي ته به کوې .
نسیم ځان سره وغځاووپه ډاډمنه ژبه یې ورته و ویل :
– ولي نه، حالات خو دا ده تاسي وینئ، کوڅه په کوڅه جګړې دي، خو خدای لوی
دی هیڅ اندیښنه مه کوﺉ، په کابل کي ښه بلدیم زه یې درته رارسوم .
– تر ځواني دي ګرځم خدای دي د برکت سړی کړه، زه به دي هم بیا ونازوم.
– تاسو دا نور کارونه سره خلاص کړﺉ زه یوه دوې ورځي ډېرکارونه لرم، زموږ
خواته ډېر بد حال دی، د جګړو مر کز دی، له هغه ځایه کډه کوم، چي له دې
کاره راخلاص شم دستي به ستاسو کار وکړم .
څو شېبې چورت یووړ بیا یې په کي سترګي واړولې، په ځیر یې حاجي اکا ته
وکتل، خدایداد چي مخامخ ورته ناست و پر غږ يې کړ :
– نیسم خانه ولي داسي ورته ګورې ؟
– داسي حال دی، وګورئ له مرمیو سړی له کوره نه شي راوتلای، په هره کوڅه
کي ډزي دي، مرګونه دي، نه په ځان باور سته نه په نورو، کني کله مي دلته
پرېښودلاست .
– کور ودان، هغه خو راته ملوم يې، که وضه سمه وای موږ خپله درتلو،کوم کور
دی نه و راته ملوم، خپل کور دی .
له لږ و ډېرو خبرو وروسته مازدیګر غټ سره ولاړ شول، نسيم یې پر دې ټنګ کړ
چي دويمه ورځ به حتمي راځې .
نسیم د مکرویانو په جګړو کي سخت بند شو، دواړي ورځي یې په زېر زمیني کي
له کورنۍ او ګاونډیانو سره تېري کړې، د ځان او کورنۍ په اندېښنه کي و، چي
درېیمه ورځ لږ ارامي شوه ماشومان یې تر لاس ونیول خیر خانې ته یې د یوه
ملګري کور ته ځانونه ورسول .
حاجي اکا او ملګري د نسیم له ځنډه ډېر اندېښمن شول، یو یې په ده خوابده
وه چي څه ورباندي شوي نه وي، له بلي خوا یې پخپله زړه شین و چي که نسيم
نه وي پیسې به څنګه راوړي .
سهار شو د ښار په سترګو کي لږ ارامي معلومېده، لمر هم لږ غوړېدلې و، مړه
دوګونه پر ځينو ودانیو ګرځېدل، ستړي ،سرې سترګي ببر سري توپکوال په موټرو
کي چي هر ډول بیرغونه پر ځړېدل یوې بلی خوا ته ګرځېدل . حاجی اکا او
ملګري چي د هوټل پر میزونو کښېناستل، سترګي یې تر کلکینو د باندی واړولې،
په ځير یې هغه مو ټر ته کتل چي د هوټل تر مخ ودرېد، توپکوال راکښته شول
یوې بلي خواته یې سره منډي کړې، مخامخ ودانۍ ته ور وختل، څو شېبې وروسته
دوه تنه له مخه ورپسې دوه تنه لاس تر شا تړلي پټکي په غاړه کي ول- ول
راکښته کړل، د قنداغونو او سوکانو له هر کلي سره یې موټر ته پورته کړل،
دې شېبو د حاجي اکا او ملګرو وېره لاډېره کړه، له چورتونو، اندېښنو سره
یې چاینکي وننولې .
حاجي اکا ته ځمکي خوند نه ورکاو، یواري به ولاړ شو په هوټل کي به
وګرځېدو بیا به کښته شو د سړک پرغاړه به ودرېدو، یوې بلي خوا ته به یې
وکتل، له څو شېبو وروسته به ځړېدلې سر په اندېښنو بار هوټل ته پورته شو،
له ساړه اسوېلي سره به پر څوکۍ کښېنوست، په خپلو کي به یې د نسیم د نه
راتلو په اړه خبري کولې .
د غرمې خوا شوه، خدایداد تر اینې د باندي کتل پر نیسم یې سترګي ولګېدې،
چې د دوکانو تر مخ په بېړه راروان دی، څېره یې وغوړېده پر شونډو یې مسکا
خوره شوه په زوره یې غږ کړ :
– هغه ده وګورئ نیسم راغلی .
د دې غږ په اورېدو سره وښورېدل، د کلکین اینې ته یې غاړي ور وغځولې، ځوږ
یې شو چي نسیم په ځینو کي راپورته شو.
له روغبړ وروسته کښېناستل چای یې ورته راوغوښت، حاجي اکا په خبرو کي ورته و ویل :
– شکر چي په خیر راورسېدې، نیسم جانه خیرت و ډېر وځنډېدې ؟
– هو، خیرت و، زموږ خوا ته ډېر بد حال و، خدای دي ځني وساته دا دوې ورځي
مو والاکه سترګه سره ور وړې وي، جګړې وې، پرون لږ روڼاشوه هلکان مي
خیرخانې ته یو وړل، په زړه کي مي جګ ولاړ واست، څنګه چي مي د مرغۍ لار
پیدا کړه دا ده ځان مي راروساو.
– کور دي ودان، زموږ هم په تاډېره اندیښنه وه، نن شکر اسمان پورته شوى دی .
د حاجي اکا چي ډېره اندېښنه او تلوار يې و، له چای څښلو وروسته یې دستي پر غږ کړ :
– نسیم جانه! ته هم خدای په خیر راورسولې چای موهم وڅښی، اوس به په کار
پسي ولاړ شو، باور نسته بیا د غم جګړې پیل نه شي .
– ولي نه، زه د همدې لپاره راغلی یم، در ولاړېږﺉ .
حاجی اکا ملګرو ته مخ ور واړاوو :
– تاسي دلته کښېنئ، موږ به ولاړ شو.
حاجي اکا تر څنګ ګونۍ راواخستله له هوټله راکښته شول، د سړک پر غاړه له
ښه ډېرانتظار وروسته یو ټکسي پيدا شوه لاس یې ورکړ، د شهزاده سرای ته
ولاړل، د حوالې دوکان یې پیدا کړ حاجي اکا له جېبه یوه د پلاستیک کځوړه
راوایستله سره ویې غوړوله، یو کاغذ یې له نورو کاغذانو راواخیست دوکاندار
ته یې ورکړ، کاغذ یې ښه په ځیر وکوت وروسته یې ورته و ویل :
– سمه ده، حواله دي راغلې ده، یولک ډالر اویا لکه افغانۍ دي .
– سمه ده، دغونه دي .
دوکاندار له جېبه کیلۍ راوښکلې د المارۍ دروازه یې پرانستله، د افغانیو
بنډلونه یې یو پر بل پر مېز سره کوټه کړل .
نسیم چي تر اوسه دونه پیسې نه وې لیدلې ورته حیران تللی و، حاجي اکا ګونۍ
ورته سمه کړه په حساب یې بنډلونه پکی ښودل، په پای کي دوکاندار ورته و
ویل :
– حاجي صاب، ودي شمېرلې پوره شوې، ټولي اویا لکه افغانۍ او یو لک ډالره دي .
– هو،پوره شوې .
د پیسوبنډلونه یې سره سم کړل ، یو څو د کالو ټوټې چي په ګونۍ کي يې ورسره
راوړې وې سر بېره پر واچولې، چي له لري ځوک په ونه پوهیږي .
په ټکسي کی سپاره شول د پامیر سیمنا ته نا رسیده د موټر و سرای ته ننوتل،
حاجی اکا چي په سرای کي کوټه درلوده د کلی د دوکان لپاره یې سودا اخستې
وه، دوه کسه هلته ناست ول د دوی انتظار یې کاو، له موټره راکښته شول د
پیسوګونۍ یې د دوکان له سودا سره په موټرکي پټه کړه، جوالیانو موټر ته
نور مالونه ور پورته کړل، موټر چلونکي پر موټر ترپال کش کړ حاجي اکا د
تړلو لارښونه کوله، نسیم پر اوږه لاس ورکېښود سوکه یې ورته و ویل :
– حاجي اکا! دا کار خو دا ده له خیره وسو، نور امر خدمت؟
– کور دي ودان شه، خدای دي پر ځواني برکت کړه، دونه کومک دي راسره وکړ چي
ټول عمر به دي غلامي کوم .
له دې خبرو وروسته یې نسیم تر لاس ونیو، د موټر تر مخ یې ګوښې ته کړ، جېب
ته یې لاس کړ یو بنډل یې راوکیښ، پنځه زرګونه یې نیسم ته ونیول نور یې
جېب ته کړل، په مسکا یې ورته و ویل :
– داځواني دي هیڅ قیمت نه لري، خو داپنځه زره افغانۍ درسره واخله دا یې ستا شېريني.
– حاجي اکاپیسې دي په جېب کي واچوه، ما درسره هیڅ نه دي کړي، که درسره
تللی یم نو هغه یوازي د خدای او د عزیزولي په خاطر، نه د پیسو لپاره .
– خیر دا خو شېريني ده ؟
– ګوره زه پیسې نه اخلم، سړی ثواب او د عزیزانو خدمت په پیسو نه خرڅوي.
حاجي اکا چي هر څه وکړل نسيم پیسې وا نه خيستلې، له جېبه یې هندي ورېښمین
دسمال راوکیښ پر مخ یې تېر کړ، نسیم ته یې مخ ور واړاوو:
– نسيم جانه! تر مرګه به دي دا احسان هېر نه کړم، خدای دي نه کړي که سخته
درباندي راغله زه به دي بیا هلته ناز واخلم .
له خداي پاماني وروسته نسيم ولاړى، حاجي اکا پر موټر وګرځېدو چي د ترپال
له تړلو ځان ډاډ من کړي .
شپې ورځي همداسي په ویرونو او جګړو کي تېرېدلې .
د نورو خلګو په شان نسیم ته هم پر ښار نازله شوې بلا کډه ورپه شا کړه .
زهیر زړه، ناتوانه پښو او ګډو وډو فکرونو دکلي کور لار ور په ګوته کړه،
دغي بلا د نورو په شان د نسيم هر څه هستي او نېستي تر ستوني کړل، د لاري
کرایه یې له یوه ملګري څخه پیدا کړه، د کابل په ښار کي يې پټو ټک واهو د
غزني په لور روان شو.
په کلي کي يې په لومړیو ورځو کي ښه قدر او عزت کېدو، چي په دې پوه شول له
یوه پټو سره له کابله راغلی دی، د خلكو له څنګ وهلو سره مخامخ شو.
څو شپې تېري ېوې، یوه ورځ چي ماښام کور ته ولاړ له چا یو سره یې ډوډۍ
ورته کېښوده، نسيم یو ځل چایو، ډوډۍ ته وکتل بیا یې مور ته مخ ور واړاوو:
– ادې! وچه ډوډۍ ده؟ ولي دي څه نه دي پخ کړي؟
– زویه! په کور کي دونه غوړي نسته چي ګوته په غوړه کړم، په تا پوري هم څه
نه وینم، د ښادۍ له کابله خالي لاس راغلې، ټول خلك د حاجي اکا له دوکانه
پورونه کوي، ته به هم ښايستکی ورغلی واى یو ټيم غوړي به دي راوړي واى،
بیا به دي غاړه ور ایستلې واى .
– سمه ده، حاجي اکا خوزه ډېر ښه پېژنم، سبابه د خیره ورسم غوړي به راوړم .
سهار له چایو وروسته له کوره راووت، د كاكا زوی یې د مسجد تر مخ را
روان دی، غږ یې پرې وکړ :
– جانو! له خیره چېرته روان یې :
– د حاجي اکا تر دوکانه پوري ځم، یو څه سودا مي کور ته راوړله .
– ځه ښه شو، سره ملګري به یو، غوړي تمام شوی دي زه به هم یو ټیم غوړي راوړم .
– یاره! تا خو ټول عمر عبس تېر کړ، رنګ ته چي دي ګورم جېب دي خالي راته ښکارېږي .
– په ژوند کي دا کارونه سته، کله خان کله ګدا.
– پیسې دي را اخستې دي؟
– پیسې خو نسته، په پور یې راوړم .
– ته دونه شناخت ورسره لرې چي پور در کړي؟
– ولي نه؟ په کابل کي مي د ده ډېر خدمتونه کړي دي، که هغه یې هېر ول په
تا څه شوی دي، ته به یې راواخلې .
– د کابل خبري پرېږده، چي لم دي له شوروا سره خوړ، د نن خبري کوه .
– وبه ګورو که سړی و خو رابه یې کړي .
د حاجي اکا دوکان په نژدې کلي کي و، په کیسو- کیسو یې لار لنډه کړه دوکان
ته ورسېدل، حاجي اکا یې تود هر کلی وکړ، له روغبړ وروسته پر څوکیو باندي
کېنستل، له دويم واري پوښتنی وروسته جانو په ډېره عاجزي ورته و ویل :
– حاجي اکا! لږ سودا می په کار ده ؟
– خپل دوکان دي دی، وایه څه شی دي په کار دي؟
– یو کلو بوره، یو کلو تور چای، یو چارک ګوړه، یو ټیم غوړي او……………
حاجي اکا سودا ورته وتلله په کځووړو کي يې واچوله، جانو ور ولاړ شو په
څادر کي يې وتړله، په نرمه او خوږه ژبه یې ورته و ویل :
– حاجي اکا! اوس پیسې نه لرم له هغو نورو سره یې ولیکه، چي څنګه مي پیدا
کړې دستي به یې درته راوړم .
– هیځ پروا نه لري، خپل دوکان دي دی، هر شى چي دي په کار کېدو زړور راځه .
نسیم چي د حاجي اکا خوږې او پستې خبري واورېدې زړه یې ډاډه شو، د پور
امېد یې پیدا شو، یوې بلي خوا ته یې وکتل، غاړي یې تازه کړې :
– حاجي اکا زموږ کره هم غوړي تمام شوی دي، یو پنځه کلویي ټیم غوړي ماته هم راکړه .
– ولي نه، نور دي څه شی په کار دي؟
– کور ودان، دا یو ټیم بس دي .
حاجي اکا د غوړو ټیم یې راواخیست د ترازو تر څنګ یې کېښود، شاته یې مخ
واړاوو، ورتېر شو د ګوړي پر ګونۍ خړ کتاب یې راواخیست، په کیڼ لاس یې له
دوړو ټک واهو، ور پو یې کړ، پاڼې یې سره واړولې د جانوپاڼه یې راواړوله،
د واسکټ له جېبه یې قلم راوکیښ کتاب یې پر یوه ګونۍ کېښود، د کتاب لیکو
ته یې په ځیر کتل، سر یې راپورته کړ:
– زوړ پور خو دي نور خلاص کړى دى، یوازي ۴۰۰ افغانۍ پاته دي، ۶۰۰ د سودا
۳۰۰ د غوړو شوې، ټولې ۱۰۰۰ افغانۍ شوې .
– سمه ده .
د جانو د پور له لیکلو چي خلاصېدو نسیم هم ځان خبرو ته تیارکړ، په نرمه
پسته ژبه یې ورته و ویل :
– د جانو له پور سره زه ما پیسۍ هم ولیکه، اوس راسره نشته چي پیدا مي کړې
دستې یې درته راوړم .
حاجي اکا په چورت کي ولاړ، په کتاب کي يې ګوته ونیوله، په ترازو کي يې
سترګي نیولې وې، سترګي يې لږ راپورته کړې، تر ورېځیو لاندي غوړو ته يې
وکتل، په کیڼ لاس یې ږیره وګيروله، څو شېبې وروسته يې نسیم ته له کتلو
وروسته یې و ویل :
– هر چاته مي پورونه ورکول چي غرق یې کړم، په خپلو پیسو یې په نفس
راوستلی یم، اوس مي پورونه بندکړي دي هر چا ته یې نه ورکوم، ته مه خپه
کېږه .
– حاجی اکا له هغو خلكو نه یم چي وې خورم، پور دي درکوم، اوس یې نه لرم،
چي څنګه چي مي پیداکړې دستي یې درکوم .
– مه خپه کېږه، که جانو دي صمانت کوي بیا لا یوه لاره ده؟
– ولاعجبه خبره ده، کوم ما اوتا نه سره پېژنو، جانو ته یې ورکوې ما ته یې
نه راکوې .
– جانو پیژنم، هر وخت چي یې پور وړى دی پر خپل وخت یې راکړى دى، ته به یې
له کومه کړې، نه په کور کي څه لرې نه د کار سړی یې .
نسیم چي هر څونه ورته و ویل کومه ګټه یې ونه کړه، خالي لاس تګ هم ورته
خوند نه ورکاو، جانو هم په بې پروایي په ترخه خندا تر ځان تېر کړ، سوړ
اونګوړ پر ځاى کښېنوست، له سترګو یې د ناهیلۍ سره بځرکي الوتل .
اوږد اسوېلی یې وکړ، د حاجي اکا په واسکټ کي يې سترګي خښي کړې، تېرو
وختونو ته په چورت کي ولاړ.