د کرني او خوړو اټکل سوئ راپور ټولو هیوادونو ته اخطار ورکوي

مختار احمد احسان | جنوري 24th, 2011


د برطانیې د حکومتي کمیسیون د علمي څېړني له مخي باید حکومتونه په نړیواله کچه د لوږي د رامنځته کېدو د مخنیوي په خاطر عاجل اقدام وکړي .

د کرني او خوړو اټکل سوئ راپور لیکي چي د غذايي موادو د تولیدولو اوسنی نړیوال سیسټم د لوږي په رامنځته کولو کي مثبت رول لوبوي، بېله دې چي په دې سیسټم کي په بنیادي ډول سره بیلابېل تغیرات رامنځته سي .

د کرني او خوړو اټکل سوئ راپور د دوو کلنۍ څېړني نتیجه ده، چي د ۳۵ هیوادونو څخه ۴۰۰ تنو ماهرانو ونډه پکښي لرله .

د دولت د علمي چارو د مشاور پروفیسر “سړ جاهن بېډینګټن” په وینا نوموړې څېړنه حکومتونو ته قناعت کوونکي اسناد پېش کوي، ترڅو حکومتونه په رښتیني ډول سره د لوږي د رامنځته کېدو د مخنیوي په خاطر نوي پلانونه جوړ کړي .
نوموړی زیاتوي چي شل کاله وروسته به د نړۍ نفوس ۸،۳ بیلیونو تنو ته ورسیږي; ددغه اندازې نفوس لپاره اوسنی نړیوال سیسټم پوره خواړه نه سي تولیدولائ، بېله دې چي ژر تر ژره بیلابېل پلانونه رامنځته سي او عملي بڼه غوره کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024