د مسکو په هوايي ډګر کي چاودني ۳۵ مړه او ۱۵۲ نور زخمیان کړل video

مختار احمد احسان | جنوري 24th, 2011


د روسیې د ملي ټلویزیون د یوه تازه خبر له مخي د مسکو په مصروف ترینه هوايي ډګر کي د یوې چاودني له امله ۳۵ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او ۱۵۲ نور زخمیان سول .

په روسیه کي د څېړنيزي کمېټې د ویبپاڼي یو راپور او د روسیې ولسمشر نوموړې چاودنه یوه تروریستي حمله بولي .

پولیسو د پيښي د رامنځته کولو څخه وروسته سمدستي په مسکو کي د نورو ورته چاودنو د مخنیوي لپاره هر اړخیزي څېړني وکړې . همداراز د روسیې ولسمشر ډمیټري مېډویډیو د یوې عاجلي غونډي په ترڅ کي د امنیتي چارو د مشرانو سره د رامنځته سوي کړکېچن حالت په اړه وږغېدئ .


 


Copyright Larawbar 2007-2024